سات تيري

افغان پلازمینه کابل کې د ۵۰ ماډلانو ترمنځ یووار بیا د موډلنګ سیالي پیلیږي

افغان پلازمینه کابل کې د ۵۰ ماډلانو ترمابین یووار بیا د موډلنګ سیالي پیلیږي د مدلستان په  نوم ادارې خبر ورکړی، چې د ۵۰ موډلانو ترمنځ د دویم  پړاو د موډلنګ سیالي یو ځل بیا په پلازمېنه کابل کې ترسره کړي.او خاصو خلکو ته به د ورتلو اجازت ورکو کیږي.

پرون په کابل کې د موډلنګ یا ښکلا سیالۍ پیل شوې  وې،  چې ویل کېږي ۴۶ موډلانو پکې برخه اول شل، بیا ۱۰ او په  اخر کې د دوه موډلانو ترمابین سیالي پیل شوه چې نګاه سادات دا سیالي وګټله او د ۲۰۲۰ کال د ښایسته مېرمن لقب يې ورکړ. د موډلنګ د دې سیالیو د عکسونو خپرېدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې پرې د خلکو له لوري سختې نیوکې وشوې او دا کار يې د  افغانیت او اسلامیت خلاف وباله د دوی پر وینا دا ډول شوګانې باید افغانی ټولنه کې نوی شوی.

اوسمهال د مدلستان په نوم ادارې چې دا د موډلنګ یا ښکلا سیالي يې برابره کړې وه، تازه یو ځل بیا اعلان کړی دی چې د ۲۰۲۰ کال د موډلنګ سیالیو دویمه برخه به ترسره کړي.دوی لیکلي دي، چې په دویم پړاو د موډلنګ سیالیو کې به ۵۰ موډلان برخه واخلي،

چې د موډلانو څخه يې د نوملیکنې غوښتنه هم کړې ده.دوی دا نه دي ويلي، چې د موډلنګ دا دویم پړاو سیالي به په کومه نېټه او چېرته ترسره کوي.د یادولو وړ ده چې د مدلستان له لوري ترسره شوې د موډلنګ سیالیو باندې اوس هم په ټولنیزو رسنیو کې نیوکې روانې دي.

او خلکو له دې کار سره مخالفت ښکاره کړی دی.ځکه افغانان یو اسلامي ټولنه لري باید دا ډول کړنو ډډه وشي تر څو اینده کې مو ځوانانو ته بنیاد پرېږندي او ټولنې ته مو د کفارو او یهودو اثر هم رانشي. خینو علماو لیکلی وو چې دا ډول کړنې به اعمال نورهم خراب کړي او هېواد به مو نور هم بدبختیو سره مخ شي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button