افغان ډاکټران ترکمنستان ته؛ افغانستان ته درمل او طبي وسایل صادر کړئ

د ترکمنستان چارواکو په عشق اباد کې د افغان ډاکټرانو له یوه پلاوي سره په کتنه کې ویلي چې دغه هېواد چمتو دی افغانستان ته درمل او طبي وسایل صادر کړي.
د ترکمنستان د دولتي رسنیو د راپور له مخې، د دې هېواد د روغتیا وزارت استازو له افغان پلاوي سره د لیدنې پر مهال اعلان وکړ چې دوی افغانستان ته د درملو او طبي تجهیزاتو د صادروولو او د روغتیا په برخه کې د همکاریو د پیاوړتیا لپاره چمتو دي.
هغه افغان استازي چې له هرات ولایت څخه عشقآباد ته تللي وو، په دې ناسته کې د ترکمنستان د معیاري او مناسبو درملو غوښتنه وکړه، څو د افغانستان د ناروغانو بېړنۍ اړتیاوې تر یوه بریده پوره شي.
ترکمن لوری د خپل هېواد د درمل جوړونکو شرکتونو او طبي وسایلو د تولید وړتیاوې معرفي کړې، او ویې ویل چې دوی چمتو دي صادرات پیل او لا پیاوړي کړي.
تېره اوونۍ، د طالبانو د حکومت د روغتیا وزیر «نورجلال جلالي» او په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست «علیرضا بیکدلي» له افغانستان سره د روغتیايي همکاریو پر وضعیت خبرې کړې وې.
د طالبانو د روغتیا وزارت هم ویلي چې په دې لیدنه کې د سرطان د درملنې په برخه کې د طبي پرسونل د زیاتوالي، د طبي تجهیزاتو د برابرولو، او د کابل په افشار سیمه او بامیان ولایت کې د روغتون جوړولو په اړه بحثونه شوي دي.
دا خبرې اترې داسې مهال کېږي چې د افغانستان روغتیايي نظام له پراخو ستونزو سره مخامخ دی، چې پکې د امکاناتو کمښت، د طبي کارکوونکو په روزنه کې ضعف، او د نجونو پر زدهکړو لګول شوي محدودیتونه شامل دي.
کتونکي وايي، د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیزونو ناوړه پایلې به په راتلونکو کلونو کې لا ډېرې محسوسې شي.