ژوند

د اړیکو پر اساساتو عام بحث

اړیکې د انسانانو ترمنځ د راکړې ورکړې، د مفهومونو لېږد را لېږد او نورو اړینو ټکو د تبادلې یوې هڅې ته ویل شوي کيږي

بل خوا اوسنی وخت یو بوخت وخت دی، لامل یې هم په یو نا یو ډول پراخې اړیکې دي. اړیکې د انسان اړتیا ده. ټول انسانان مجبور دی چې له نورو انسانانو سره په یو نا یو ډول اړیکې ولري؛ ددې لپاره چې د خپل ژوند چارې سمې وخته یوسي.

اړیکې څه دي؟

اصلاً ارتباط په انساني نړۍ کې د انسانانو د ټولنو یا د منبع او اخېستونکي ترمنځ هغه د افکارو، نظریانو او خیالاتو انتقال دی چې مقابل کس پرې پوه شي یا په بل عبارت د مالوماتو، اطلاعاتو او نظریاتو انتقال ده چې له یوې منبع ځي او مقابل شخص پرې پوه شي.

دا ارتباطات ولې مهم دي؟

انسان خدای پاک یو اجتماعي مخلوق پیدا کړی چې ترڅو چې دی په اجتماع کې ژوندی کوي دې اړیکو ته ضرورت لري او بې اړیکو ژوند هېڅ امکان نه لري لکه څرنګه چې انسان هوا او اوبو ته ضرورت لري، په همدې ډول ارتباطاتو ته هم ضرورت لري ځکه انسان د ژوند ضروریات له اړیکو پرته ناممکنه ده چې پوره شي.

انسانان څنګه کولی شي چې اړیکې جوړې کړي؟

دا بیا په علم، ټولنه، فکر، ذکاوت او استعداد پورې اړه لري چې څوک په څه رقم جامعه کې اوسیږي؛ څه رقم فکر لري، علمي کچه یې څومره ده او د ژوند په کوم اړخ کې چا سره څنګه اړیکه ونیسي؛ نو مثلاً که موږ محصلان یا متعلمین وښیو نسبت له بې سواده خلکو نه د دوی د اړیکو نیول دا دي چې دوی د علم په ډګر کې له خپل استاد، له خپل همصنفي، له خپل لارښود یا رهنما سره په کوم ډول اړیکې ونیسي هغه باید ډيرې حسنه وي، په علم روابطو یا هغه تار یا زاویه چې دی له مقابل شخص سره پرې ټینګیږي، باید هغه په داسې طریقه وساتي، چې د دواړو ترمنځ ډير داسې خوږ او نرم چلند وي.

نور ولولئ: ټولنیزې اړیکې څه شی دي؟

آيا اړیکې جوړول یو ډول هنر دی؟

بلکل؛ ګورئ الله (ج) حضرت محمد (ص) ته هم وایي چې ته که خلک د الله دین ته رابولي، نو الله ورته وایي: ادعو الا سبیل ربک بل حکمة والموعظة الحسنة و جادلهم بالتي هی احسن. ته خلک را وباله، موعظو په نیکو ویناو سره په نېک حکمت سره.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button