لوبې خبرونه

افغان کرکټ ملي لوبډلې دویمه ۵۰اوریزه لوبه هم سري لنکا ته وبایلله

سري لنکا په دویمه ۵۰اوریزه لوبه کې افغان کرکټ ملي لوبډلې ته په ۱۵۵ منډو توپیر ماته ورکړه

د سري لنکا کرکټ ملي لوبډلې د دریو یو ورځنیو لوبو په دویمه سیالۍ کې افغانستان ته د ۱۵۵ منډو په ستر توپیر ماته ورکړه او په دې توګه یې دا لوبلړۍ هم ۲ – صفر وګټله .

په دغه لوبه کې د سري لنکا لخوا د ۳۰۹ منډو ورکړ شوي هدف ته د رسېدو په هڅه کې د افغانستان ټوله لوبډله په ۱۵۲ منډو وسوځېده.

د رحمت شاه او ابراهیم ځدراڼ اوږده ملګرتیا

د افغانستان له اړخه یوازې ابراهیم ځدراڼ او رحمت شاه نسبتآ اوږده ملګرتیا وکړای شوه.

ابراهیم ځدراڼ په ۲۷م اوور کې په داسې حال کې د اوېشکا فېرنانډو په توپ د وېکټ ساتونکي کوسال مېنډس لخوا کېچ شو چې ۵۴ منډې یې کړې وې او د افغانستان رنزونه ۱۲۸ وو.

424926718 902479468548786 7263490207791452399 n
ابراهیم ځدراڼ

رحمت شاه بیا د ۳۰م اوور په لومړي توپ په داسې حال کې د هاسارنګا لخوا (اېل بي ډبلیو) اوټ شو چې د افغان لوبډلې منډې ۱۴۳ ته رسېدلې وې.

تر هغې وروسته یو افغان لوبغاړی هم میدان کې اوږد پاته نه شو او یو په بل پسې ژر وسوځېدل.

د افغانستان ۷ وروستیو لوبغاړو یوازې ۱۰ منډې اضافه کړای شوې.

وانیندو هاراسانګا ۴ افغان لوبغاړي وسوځول – هغه په توپوهنه کې ۱۴ منډې هم کړې وې.

نور ولولئ: د افغانستان او سري لنکا تر منځ ټېسټ لوبه په دویمه ورځ پلازمېنه کولمبو کې پیل شوه

نور ولولئ:  کرکټ؛ د اماراتو پر وړاندې د رحمن الله ګربر جادوګره لوبه

نور ولولئ: افغان کرکټ ملي لوبډلې لومړۍ ۵۰ اوریزه لوبه سري لنکا ته وبایلله

دا لوبه د (د فبرورۍ ۱۱مه) د سري لنکا کينډي ښار پالیکلي لوبغالي کې کېده. د ننۍ لوبې بچه سري لنکا وګټله او لومړۍ یې خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.

cricket1

افغانستان د لومړۍ لوبې پرتله څه ښه توپ اچونه پیل کړه او د سیالې لوبډلې د پیل لوبغاړي یې زر اوټ کړل خو ورپسې د شري لنکایي لوبغاړو له سلو د ډېرو منډو ملګرتیا او په ډګر ساتنه کې د افغان لوبغاړو لخوا لږ تر لږه د پنځو کېچونو خطا له سري لنکاسره د هدف په لوړولو کې مرسته وکړه.

د سري لنکا په زړه پورې لوبه

سري لنکا د ټولو ۵۰ اورونو له لوبولو وروسته د شپږو لوبغاړو له اوټېدو سره د افغان لوبډلې پر وړاندې ۳۰۸ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري لومړۍ وېکټه عظمت الله عمرزي واخېسته، ورپسې فضل حق فاروقي بل لوبغاړی اوټ کړ. دریم سیال لوبغاړی قیس احمد، څلورم بیا عمرزي او پنځم کس یې نور احمد لکڼوال له ډګره بهر کړ، عظمت الله عمرزي په وروستي بال شپږم لوبغاړی هم اوټ کړ.

cricket2
د سري لنکا کرکټ لوبډله

عظمت الله عمرزي په ټوله کې نن درې وېکټې واخېستې.

د یادونې وړ ده چې دا دویمه ۵۰ اوریزه لوبه ده چې افغان لوبډله یې سري لنکا ته بایلي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button