لوبې خبرونه

افغان کرکټ ۱۹ کلنې لوبډلې سیالې سریلانکایي لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغان کرکټ نولس کلنو اتلانو له بنګلاديش وروسته د سريلانکا سیالې لوبډلې ته هم ماتې ورکړه

د افغانستان نولس کلنې کم عمره ملي لوبډلې د محمد هارون خان د غوره توپوهنې او یما عرب او خلیل احمد د بهترینې توپ اچونې پر مټ د سریلانکا ۱۹ کلنې لوبډلې ته د ۶۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د درې اړخیزو سیالیو په روانه لوبلړۍ کې پرلپسې دویمه بریا خپله کړه.

دغه لوبه تېره ورځ چهارشنبه (د وري ۲مه) په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه.

افغان لوبغاړو د لوبې پچه وګټله او توپ وهنه يې غوره کړه

د افغانستان ۱۹ کلنې ملي لوبډلې لوبډلمشر نعمان شاه په پیل کې د یادې سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه چې افغان لوبډلې په ۴۹.۲ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۹۹ منډې هدف وټاکه.

د افغان ستورو له ډلې محمد هارون خان ۸۸، خالد تڼیوال ۴۵، کامران هوتک ۴۳ او سهیل خان ۳۴ منډې ترسره کړې. د یادونې وړ ده چې د سریلانکا په ګټه دویندو راناتونګا ۴ ویکټې په خپل نوم کړې.

نور ولولئ: د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله به د بنګله دیش او سریلانکا پر وړاندې ولوبیږي

د سریلانکا ۱۹کلنې ملي لوبډلې د افغان ستورو د توپ اچونې پر وړاندې یوازې ۲۳۶ منډو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او د ۶۲ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د یادې لوبډلې په ګټه دویندو راناتونګا ۴۶، ویشوا راجاپاکسا ۴۵ او سینیت جېوردنې ۴۱ منډې ترسره کړې. بلخوا د افغان ۱۹کلنې ملي لوبډلې په ګټه یما عرب ۴، خلیل احمد ۳، کامران هوتک ۲ او بشر احمد افغان یو لوبغاړی د لوبې له ډګر بهر کړل.

د افغانستان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې ستوری لوبغاړی یما عرب د څلورو مهمو ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړه ده چې د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې به افغان ۱۹ کلنه ملي لوبډله خپله دریمه سیالۍ راتلونکې جمعه د بنګله دېش ۱۹ کلنې ملي لوبډلې سره ترسره کړي.

د افغانستان او پاکستان د ملي لوبډلو سیالۍ

په ورته مهال د پاکستان ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته رسيدلې ده چې د افغانستان ملي لوبډلې سره درې شل آوريزې لوبې ترسره کړي. د دغه لوبلړۍ لومړۍ لوبه به سبا ورځ ترسره شي.

دوه ورځې وړاندې افغان لوبډلې خپله لوبډله د پاکستان سياليو لپاره اعلان کړه، دغه لوبډله د تمريني کمپ ترسره کېدو ورسته اعلان شوه.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button