Uncategorized

افغان ۱۹ کلنه لوبډله؛ د پاکستان په ماتولو سره یې سیریز په خپل نام کړ

افغان ۱۹ کلنې لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکولو سره د لوبې سیریز او اتلولي وګټله

افغانستان نن د کرېکټ ۱۹ کلونو درې اړخیزې لوبلړۍ په پایلوبه کې پاکستان ته په ۲۱ منډو ‌ماتې ورکړه او دا لوبلړۍ یې وګټله.

د افغانستان، پاکستان او متحده عرب اماراتو د ۱۹ کلنو لوبډلو د درې اړخيزې لوبلړۍ په پايلوبه کې افغان لوبډلې پاکستانۍ هغې ته په ۵۰ اورونو کې د ۲۵۱ منډو هدف ټاکلی و.

خو پاکستان په ۴۸ اورونو کې یوازې ۲۲۹ منډې وکړې او هدف یې تر لاسه نه شو کړای.

د افغان توپ اچوونکو کارنامه

د افغانستان له لوري نورستاني عمرزي او نصیرخان معروفخېل دوه دوه، عبدالعزیز، خاطر ستانکزي، الله محمد غضنفر او عزېر نیازي یو یو پاکستانی توپوهونکی وسوځاوه.

برکت ابراهیمزي د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. هغه نن په ۹۰ توپونو ۷۹ منډې وکړې.

د پاکستان له لوري هارون ارشد تر ټولو ډېرې ۷۰ او ورپسې شاهزیب خان ۵۳ منډې وکړې.

د لوبې پچه افغانستان وګټله

افغان لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۰ منډې وکړای شوې او پاکستان ته یې ۲۵۱‌ منډې هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې له لوري تر ټولو ډېرې ۷۹ منډې برکت ابراهیمزي وکړې او ورپسې نظیف الله امیري ۵۶ او فیصل شینوزاده ۴۱ رنزونه/منډې وکړی شوې.

نور ولولئ: کرېکټ؛ افغان ۱۹ کلنې لوبډلې متحده عربي اماراتو ته په ۱۶۹ توپیر ماته ورکړه

نور ولولئ: کرېکټ: د اي پي اېل غوره لیګ ته څو افغان لوبغاړي شارټ لېست شوي؟

د لوبې پر مهال افغان لوبډلې د شلو اورونو پای ته له رسېدو سره خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکړي وو او ۷۸ منډې یې جوړې کړې وې.

afghan 2024 11 26t234649.791

خو وروسته لوبغاړو د وېکټې ساتنې هڅه وکړه او تر ۴۴ اووره یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۶ منډې جوړې کړې.

د برکت ابراهیمزي توپوهنې او تر څنګ یې د نظیف الله امیري ملګرتیا د افغان ۱۹ کلنې لوبډلې ‘رن رېټ’ ښه او پاکستان ته د نسبتاً لوړ هدف په ټاکلو کې مهم رول ولوباوه.

د پاکستان ۱۹ کلونو لوبډلې له لوري علي رضا او عبدالله سبحان د افغانستان لوبډلې درې درې او عمر زېب او فضل الحق یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

د افغانستان، پاکستان او متحده عرب اماراتو د ۱۹ کلنو لوبډلو د درې اړخيزې لوبلړۍ په پايلوبه کې افغانستان په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۰ منډې وکړای شوې. په دې توګه افغان لوبډلې پاکستان ته ۲۵۱‌ منډې هدف وټاکه.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړۍ یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

د افغان لوبډلې له لوري تر ټولو ډېرې ۷۹ منډې برکت ابراهیمزي وکړې او ورپسې نظیف الله امیري ۵۶ او فیصل شینوزاده ۴۱ رنزونه/منډې وکړی شوې.

د لوبې پر مهال افغان لوبډلې د شلو اورونو پای ته له رسېدو سره خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکړي وو او ۷۸ منډې یې جوړې کړې وې.

د پاکستان ۱۹ کلونو لوبډلې له لوري علي رضا او عبدالله سبحان د افغانستان لوبډلې درې درې او عمر زېب او فضل الحق یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button