اقتصادي پرمختګ؛ طالبانو له قزاقستان سره د ۱۳۴ میلیون ډالرو هوکړې لاسلیک کړې
اړوند خبرونه:
ملا برادر هلمند ته تللی او د کجکي له بنده یې لیدنه کړې
د ترکمنستان په پلازمېنه کې د افغان-ترکمن نندارتون پرانیسته
اعلامیه کاږي چې افغانستان او قزاقستان د ۱۳۳میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزې هوکړې وکړې
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه ګډه ناسته شوې.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د دغې ناستې په څنډه کې د افغانستان خصوصي سکټور او قزاقستان غذایي محصولاتو ملي شرکت ترمنځ د ۱۳۳میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریزې هوکړې وشوې.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر بیا یاده ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو ټینګښت باندې ټینګار کړی.
هغه ویلي هوډ لري چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۳میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.
خبرپاڼه کاږي چې، ټاکل شوې افغانستان نږدې راتلونکي کې له قزاقستان څخه ۶۰۰ټنه اوړه، غنم، سویا او نور توکي وپېري.