ژوندژوند او ټولنه

اقلیمي بحران؛ د ویتنام (مچو اخیستونکې) ډبرې له منځته تلو په حال کې دي

په نړۍ کې د وچکالۍ له امله سمندر کې د اوبو کچه ټیټه شوې او یاد ډبرې د ړنګېدو له خطر سره مخ دي

یوه رپوټ کې خبرداری ورکړلی شوی، چې د ویتنام د ها لونګ بېسمندر په منځ کې مخامخ ولاړې دوه مشهورې ‘مچو اخیستونکې’ ډبرې د ړنګېدو له ګواښ سره مخامخ دی.

د کوانګ نينه ولايت د ها لونګ بې سیمه کې سل ګونه کوچنيټاپوګان شته دي، چې په ۲۰۱۹ کال کې یې څلور میليونه سيلانيانځان ته ورجلب کړي وو.

نور ولولئ: په عراق کې ۲۸۰۰ کاله عمر لرونکي ډبرینه لیک‌دړه

د یادو ډبرو طبیعي جوړښت داسې دی، چې د سمندر منځ کې یو بل ته مخامخ ولاړې دي.

دا ډبرې له لرې داسې ښکاري لکه يو بل چې ښکلوي.

د ناقانونه کب نیونې له امله ډبرې ړنګېږي

کارپوهانو د تېرجولای میاشت کې یوه رپوټ کې خبرداری ورکړی و، چې دا ډبرې د سمندر اوبو د کچې را ټیټیدو او د کب نیونکو کښتیو د ورنژدې کېدو له کبله د ړنګیدو له ګواښ سره مخامخ دي.

د ویتنام د جیوساینس او مینرالونو د انستیتوت مشر هو تیان چینګ وایي، ناقانونه کب نیونه او نامنظم ګرځندوی صنعت دې ډبرو ته زیان رسوي.

یاد انستیتوت وايي، هغه مهال چې دوی د یادو ډبرو په اړه څېړنه کوله د سیلانیانو یوه کښتۍ یوازې ۱۹ متره ورنه لرې ودرېده.

د یادو ډبرو د ساتنې لپاره باید کار وشي

کارپوهانو یادو ډبرو د ځمکې په شاوخوا کې ژور درزونه لیدليدي او خبرداری یې ورکړی، که د ساتنې لپاره یې ګامونه وچت نه شي نو دا ډبرې به ړنګې شي.

دوی وايي:

“څرنګه چې د اوبو سطحه راټيټه شوې، د ډبرې لاندې ټوټې ښکاري، چې ورو ورو له منځه ځي، او که د ساتنې او پیاوړتیا لپاره یې سمدستي اقدامات ونه شي نو کېدای شي ړنګې شي. ”

نور ولولئ: يوه خورا ستره آسماني ډبره د سپوږمۍ او ځمکې تر منځ تېرېږي

دا څېړنیز رپوټ له چارواکو غوښتنه کوي، چې د سمندر په دې لاره کې د کښتیو چکټیا په ساعت کې له ۵ څخه تر ۱۰ کیلومترو پورې محدوده کړي.

رپوټ زیات وي، ځایي کب نیونکو ته هم باید وویل شي چې د یادو ډبرو شاوخوا کب نیولو څخه ډډه وکړي ترڅو بنسټ ته یې زیان ونه رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې نړۍ کې د بې ساري اقلیمي بدلون سره ځنګلونه، ژوي، سمندري حیوانات او نور چاپیریال له خطر سره مخامخ دي چې اقلیم پېژندونکي یې اندېښمن کړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button