ژوند

د ځمکې یوه برخه په جدي خطر کې

د ځمکې پنځمه برخه د تودوښې له امله په جدي خطر کې ده او په راتلونکې کې له کاره لوېږي

ساینسپوهان خبرداری ورکوي چې د مځکې په پنځو کې یوه برخه ممکن د روانې پیړۍ تر پایه له خورا خطرناکې تودوښې سره مخامخ شي. دوی زیاتوي، که چېرته دا تودوښه په همداسې بڼه دوام وکړي، کېدای پایلې یې ډېرې خطرناکې وي او بشري ناورین رامنځه کړي.

د ساینسپوهانو او څېړونکو نظر دی

د بریتانیا د اکسټر پوهنتون د څېړونکو تازه څېړنې ښيي چې که د اقلیم په اړه د هیوادونو پالیسۍ په اوسني ډول وي، د صنعتي دورې مخکې مهال په پرتله به د مځکې تودوښه د سانتي ګراد په حساب ۲ اعشاریه ۷ درجې لوړه شي. که چېرې دروند صنعت په نړۍ کې همداسې پر مخ روان وي او اقلیم ساتنې ته پام ونه کړي، تودوښه مخ پورته ځي او د ځمکې یوه برخه فلج کوي. د دوی په نظر، دا یوازې په دې معنی نه ده چې د ځمکې یوه برخه فلج کېږي، بلکې د ځمکې پر نورو برخو هم ژور اغېز پرې باسي؛ په نورو سیمو کې به هم اقلیم خپله اوسنۍ بڼه په خطرناکه بڼه بدله کړي.

ملګري ملتونه هم په دې اړه اندېښنې لري

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د پلاوي راپور هم له اندېښنو ډک دی او ددې پلاوي راپور وایي، دا اندازه په کُره (مځکه) کې د اقلیمي ناورین د مخنیوي لپاره د تودوښې تر ټاکلې درجې یعني ۱ اعشاریه ۵ څخه لوړه ده چې باید دې لوړې درجې ته په اندېښنه کې شو، ځکه دا درجه په همدې حالت هم نه پاتې کېږي او مخ پورته ځي. که هر څومره دا درجه پورته ځي نو دومره بشر ته د خطر زنګ ډېرېږي او دا حالت په یوه تباه کوونکې یوه بدلېږي.

نور ولولئ: نوي ساینس هم د ږیرې پرېښودلو حیرانوونکې ګټې ومنلې

د ساینسپوهانو په نظر، که د مځکې تودوښه ۲ اعشاریه ۷ درجې لوړه شي، تر ۲۱۰۰ پورې به دوه میلیارده انسانان، یا د نړۍ د ټول نفوس کابو ۲۰ سلنه وګړي د خطرناکې تودوښې له کبله مجبوره شي چې خپلې مېنې پرېږدي ځکه چې نور به په هغو سیمو کې چې دوی اوسي، د ژوند کولو امکان نه وي. ددې کار د مخنیوي لپاره په کار ده چې د درانه صنعت هېوادونه باید د اقلیم په ساتلو کې همکاري وکړي او دولتونه باید مجبور کړل شي چې په درانه صنعت کې رینیوېبل انرژي کارونې ته مخه کړي او اقلیم خوندي کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button