Uncategorized

الله محمد غضنفر د کرېکټ نوی الماس

د افغانستان د کرېکټ بل نوی الماس الله محمد غضنفر دی چې په یوه لوبه کې یې ۶ ویکټې واخیستې

د راشد خان چې په نړیوال کرېکټ کې د لوی نوم خاوند دی، خو تر څنګ یې په نویو ځوانانو کې داسې لوبغاړي هم راوځي چې په لنډ وخت کې به د نړۍ د کرېکټ مشهور ستوري شي.

له راشدخان وروسته د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ځوان تکړه ‏ورو توپ‌اچوونکی الله‌محمد غضنفر د نړۍ درېیم ځوان لوبغاړی شو چې په یوې یو ‏ورځنۍ لوبه کې یې شپږ وېکټې واخیستې.‏

د نوموړي غوره لوبه

کرېکټ‌انفو چهارشنبه د نومبر پر ۶مه ویلي چې غضنفر له ۱۹ کلنۍ مخکې په ‏یوې لوبه کې شپږ وېکټې واخیستې او په نړیواله کچه یې درېیم مقام خپل کړ.‏

غضنفر تېره شپه د بنګله‌دېش پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه کې ‏۶.۳ اورنه وکړل او د ۲۶ منډو په ورکولو یې شپږ لوبغاړي وسوځول چې ‏د خپلو ګڼ‌شمېر مینه‌والو او کرېکټ پوهانو پام یې ځان ته واړاوه.‏

نور ولولئ:  افغان کرېکټ بورډ له بنګله دېش سره د درې ورځنیو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

نور ولولئ: متیو وېډ له نړیوال کرېکټ څخه استعفا وکړه

نور ولولئ: د او ډي ای سیالۍ؛ ویسټ‌انډیز په لومړنۍ سیالۍ کې انګلېنډ مات کړ

نوموړي تر دې مهاله شپږ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې کړي او ټولټال ۱۰ وېکټې یې ‏اخیستې دي.‏

د کرېکټ‌انفو د معلوماتو پر بنسټ، د هېواد کرېکټ ملي لوبډلې دغه ځوان او ‏نوی ستوری اوس مهال ۱۸ کاله او ۲۳۱ ورځې عمر لري.‏

afghan 2024 11 08t100148.351

له دې وړاندې پخواني پاکستاني توپ‌اچوونکي وقار یونس په ۱۹۹۰م کال کې د ‏سریلانکا پر وړاندې یو ورځنۍ لوبه کې د ۱۸ کاله او ۱۶۴ ورځو په عمر دغه ‏ریکارډ په خپل نوم ثبت کړ، خو لا هم د نوموړي ریکارډ نه دی مات شوی.‏

د راشد خان حیرانوونکي کارنامه

دې سره خوا کې د افغانستان او نړیوال کرېکټ ستوري راشدخان بیا په ۲۰۱۷م ‏کال کې د ایرلېنډ پر وړاندې د ۱۸ کاله او ۱۷۸ ورځو په عمر په یوې یو ‏ورځنۍ لوبه کې شپږ وېکټې واخیستې او دویم مقام یې خپل کړ.‏

که څه هم غضنفر په نړیوالو سیالیو کې ډېرې وېکټې نه دي اخیستي، خو تل یې د ‏لوبو په سختو او حساسو شېبو خپله وړتیا څرګنده کړې او لوبډله یې تر اتلولۍ ‏رسولې ده.‏

په وروستیو کلونو کې ډېری تکړه ځوان لوبغاړي د هېواد کرېکټ ‏ملي لوبډلې سره یوځای شوي چې پر مټ یې افغان ملي اتلانو د نړۍ سترې-‏سترې لوبډلې په ګونډو کړې دي.‏

د یادونې وړ ده چې په نړیواله کچه نن د افغانستان هر کرېکټ لوبغاړی ځان ته ځای لري او د ښه شهرت خاوندان دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button