اماراتو ته د ټرمپ سفر؛ شیخ محمد وايي، مصنوعي ذهانت ۱.۴ تریلیونه ډالر پانګونه وکړي

اړوند خبرونه:
UNHRC د بشري حقونو په برخه کې د متحده عربي اماراتو موقف وستایه
د متحده عربي اماراتو خواخوږي؛ له زلزله ځپلو سره یې بېړنۍ مرسته وکړه
متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته
شیخ محمد بن زاید آل نهیان، د متحده عربي اماراتو ولسمشر، ټرمپ ته په ابوظبي نړیوال هوایي ډګر کې هرکلی وویل، او وروسته یې شیخ زاید لوی جومات ته سفر وکړ.
تمه کیږي چې د مصنوعي ذهانت (AI) موضوع د ټرمپ د اماراتو د سفر اساسي محور وي.
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا او متحده عربي اماراتو ترمنځ یوه ابتدایی موافقه شوې، چې له مخې یې امارات به کولی شي هر کال ۵۰۰ زره پرمختللي چپتونه د انویدیا شرکت څخه وارد کړي.
دا معامله به د اماراتو د معلوماتي مرکزونو د جوړولو بهیر ته وده ورکړي، چې د مصنوعي ذهانت د پرمختګ لپاره مهم ګڼل کیږي.
متحده عربي امارات هڅه کوي چې په مصنوعي ذهانت کې دغه هېواد په نړیوال قدرت بدل شي.
د جو بایډن د ادارې له خوا، د مصنوعي ذهانت چپتونو صادراتو ته سخت محدودیتونه وضع شوي وو، د دې ویرې له امله چې دا چپتونه چین ته انتقال نشي او د پیکینګ نظامي ځواک ته وده ورنکړي.
اوس ټرمپ غواړي له خلیجي هیوادونو سره اړیکې پیاوړې کړي، او که د مصنوعي ذهانت چپتونو تړون عملي شي، دا سیمه ممکن د امریکا او چین وروسته د درېیم نړیوال قدرت په توګه راڅرګنده شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د متحده عربي اماراتو د دولت رئیس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره په ابوظبي کې د لیدنې پر مهال، د دواړو هېوادونو د اړیکو ستاینه وکړه.
شیخ محمد تایید کړه چې ۱.۴ ټریلیون ډالره به د امریکا د مصنوعي ذهانت (AI) په برخه کې پانګونه وکړي، او زیاته یې کړه چې امارات غواړي له امریکا سره ګډ کار وکړي، څو په نړیواله کچه سوله او ثبات ته وده ورکړي.
له دې وړاندې، ټرمپ ویلي وو چې د هغه اداره له ایران سره د اتومي موافقې ترلاسه کولو ته نږدې شوې، سره له دې چې لا هم دیپلوماتیک خنډونه شته.