نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

ترکی د یونان سره خپل سرحد د کډوالو لپاره پرانيستلۍدۍ

د ترکیه صدر اردوغان تېره هفته د یونان سره خپل سرحد  مهاجرینوته د اروپا ته د تلو لپاره  خلاصولو امرورکړ

دغه هېواد یونان او د یورپ نورو ملکونو ته تلونکو کډوالو دپاره لارې پرانېستلې دي او په ترکي کې د یونان په سرحد د زرگونو په شمېره کې هغه کډوال جمع شوي دي. د ایسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه یونان ته د ترکي نه اوړېدونکو کډوالو کې د یونېورسټۍ ٢٢ کلن زدکونکی کریمي خال محمد هم شامل و. هغه رسنیو ته وویل د په افغانستان کې د طالبانو په زندان کې یې وخت تېر کړی دی او جرمني ته د تلو اراده لري.

د یونان مامورینو هېواد ته ور اوړېدونکي کډوال نیول او په موټرو کې یې د سرحد نه نورو ځایونو ته منتقل کول. د دې نه وړاندې به ترکي د یورپ نورو هیوادونو ته تلونکي خلک په خپل سرحد ایسارول. ای پي وايي داسې ښکاري چې ترکي په یورپ فشار زیاتولو دپاره دغه گام پورته کړی دی چې یورپ ورسره د شام د جگړې له امله بې کوره شویو خلکو په مرسته کې نور کومک وکړي. په شام کې جگړه د ترکي په جنوبي پولې روانه ده

ترک صدر اردوان د گل، دوشنبې، په ورځ وویل یورپي مشرانو د هغه سره خبرې شروع کړي دي او غوښتنه کوي چې خپله فیصله بیرته واخلي. اردوان وویل یورپي مشران یې خبر کړل چې سرحد اوس ازاد دی او یورپ ته د تلونکو خلکو شمېره به زر مېلینونو ته ورسېږي.

ای پي وايي د گل، دوشنبې، په ورځ په زرگونو خلک ترکي نه یونان ته د رسېدو په سفر وو خو یونان خپل سرحد تړلی و. کډوال په سرحد د لگېدلو خنډانو نه د تېرېدلو کوښښونه کول، ځیني خلکو د ترکي او یونان ترمنځ د دریاب نه د تېرېدلو کوښښونه کول او نورو کسانو په سمندر کې د یویان جزیرو ته د رسیدو هڅې کولې.

 یو یوناني چارواګي میتسوتاکیس د جمعې په ورځ وویل: “یونان په سوریه کې د غمجنو پیښو لپاره هیڅ مسؤلیت نه لري او د نورو لخوا د نیول شویو پریکړو پایلو ته به زیان ونه رسوي ،” هغه لیکلي – د سوریې د حکومت مخالف ډلو ته د ترکیې د نظامي ملاتړ حواله..

ځینې ​​یوناني چارواکي په منځني ختیځ کې د اروپايي ټولنې ژور دخالت د دې لپاره هم ګوري چې د کډوالو د ستونزو حلولو لپاره یو مخکینی شرط دی.

د یونان د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي رسنیو ته د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وویل: “اروپا باید پریکړه وکړي چې څه وکړي ، ځکه چې مهمه نده څومره خلک چې تاسو په بحر کې ځای په ځای شئ یا خوندي شئ ، نو ډیر خلک به راشي.”

“اروپا باید جدي پریکړې وکړي خو اوس مهال داسې بریښي چې سیاستمداران یوه [ځانګړې] داستان لري چې د دوی له دې کولو څخه مخنیوی کوي ، پداسې حال کې چې ټولنې د معلوماتو ډیرښت او اقتصادي بحران سره مخ دي

ځیني اروپايی چارواکو هم د اردوعان د سرحد خلاصولو پرېکړې په غبرګون کې ویلي چې یاده پریکړه به اروپاي هېوادونه ستونزو سره مخ کړي . هغوي ویلی چی د یادې پرېکړې له امله به اروپايی هېوادونه د ترهګرئ او نوروسیاسی  ستونزو سره مخ کړي

بازې اقتصادی تحلیلګرو ویلي چې دغه کډوال چې اروپا ته کډوال کيږي ښاي اروپه اقتطادي ستونزو سره مخ کړي او د اروپايی هېوادونو په  جي ډي پي باندې منفي اغېز وکړي.  

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button