نړیوال خبرونه

طالبان: خبریالان د “ملي امنیت ساتلو په موخه” نيول شوي وو

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي په کابل کې د طلوع نیوز درې خبریالان یې د ملي امنیت د ساتلو په موخه نېولي وو. اوس نیول شوي درې واړه خبریالان خوشې دي. د طالبانو د استخباراتو ویاند خلیل همراز پر ټوېټر پاڼه لیکلي “ځينو رسینو داسې مواد خپرول، چې زموږ د ټولنې دیني احساسات یې مجروح کول او زموږ ملي امنیت یې ګواښه.”

ښاغلی همراز پرته له دې چې د کومې رسنۍ نوم واخلي، وايي ځینو خبریالانو سره یې ناستې وکړي خو زیاتوي “دوی له ژمنو سره سره خپلې ستونزې حل نکړې، هماغه وو چې اړونده ارګانونو يو لړ اقدامات ترسره وکړل.” وروسته له هغه چې پرون (پنجشنبه) یو شمېر خبریالان ونیول شول، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې یوناما په ګډون ګڼو بنسټونو یې د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

بله خوا طلوع نیوز شبکه بیا وايي، کارکوونکي یې د هغه خبر په سر نیول شي چې د طالبانو د استخباراتو ریاست لخوا د بهرنیو سریالونو په خپرولو د بندیز یادونه په کې شوې وه. په افغانستان کې د خبریالانو د مصونیت کمیټه وایي، په تیرو څو ورځو کې یو شمېر نور خبریالان او د خبري رسنیو مشران د طالبانو لخوا نیول شوي دي.

نور یی ولوله | دملګرو ملتونو دامنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت دیو کال لپاره تمدید کړ

دغه کسانو یوه ورځ وروسته له هغه نیول شوي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ادارې له رسنیو غوښتي وو “نور بهرنۍ ډرامې خپرې نه کړي.” طالبان بیا وايي دغه کسان یې (د نصیحت او پوهاوي) لپاره وربللي دي.

وروسته له هغه چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، نړیوال بنسټونه وایي په دغه هېواد کې د رسنیو پر ازادۍ محدودیت لوړې کچې ته رسېدلی دی.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button