نړیوال خبرونه

امریکا، اوکراین ته د ایف ۱۶ جنګي الوتکو ورکولو سره هوکړه وکړه

د اوکرایني پیلوټانو له روزنې وروسته به یادې الوتکې اوکراین ته وسپارل شي

امریکا متحدو ایالتونو اوکرایین ته د ډنمارک او نېدرلنډ له لوري د ایف-۱۶ ډوله جنګي الوتکو ورکول تائید کړي دي. امریکا وايي، دواړه هېوادونه کولای شي د دې ډول الوتکو چلولو لپاره په بشپړ ډول د اوکراییني پیلوټانو له روزنې وروسته دا الوتکې اوکرایین ته ورکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي دي: ”دې سره اوکرایین کولای شي له خپلو نویو وړتیاوو بشپړه ګټه پورته کړي.”

اوکراین ددې پرېکړې هر کلی کړی دی

اوکرایین بیا د دې نوې پرېکړې تود هرکلی کړی، چې له پروسږ کال راهیسې یې غوښتنه کوله. فکر کېږي، څو میاشتې وخت به نور هم واخلي چې کیېف د ایف-۱۶ ډوله جنګي الوتکو کارولو جوګه شي او د روسیې له هوايي برلاسي سره مقابله وکړي.

ویل کېږي چې هالنډ ۲۴ فعالې ایف-۱۶ ډوله الوتکې لري، چې د پلان له مخې پر ځای یې پر لا نورې پرمختللې تکنالوژۍ سمبالې الوتکې کارول غواړي. ډنمارک هم د خپلو ۳۰ ایف-۱۶ عصریتوب غواړي.

نور ولولئ: والستريت ژورنال؛ جنوبي کوريا د امریکا له لارې اوکراین ته مهمات استوي

امریکا او متحدینو یې له دې مخکې اوکرایین ته ځکه د ایف-۱۶ ډوله الوتکو له ورکولو سره مخالفت کاوه، چې کېدای شي دې سره به له روسیې سره تاوتریخوالی لا زیات شي، چې پرېمانه اتومي وسلې لري.

روسیه چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې یې پر اوکرایین بشپړ پوځي یرغل وکړ، تر اوسه د دې موضوع په هکله په عام محضر کې څه نه دي ویلي.

امریکا ته د نیدرلنډ او ډنمارک ډاډ

د امریکا بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، دواړو هېوادونو ډنمارک او نېدرلنډ ”رسمي ډاډ” ورکړی چې خپلې ایف-۱۶ ډوله جنګي الوتکې به اوکرایین ته وسپاري.

د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند په خبره دا چاره به د پیلوټانو د لومړۍ ډلې له روزنې سره همهاله سملاسي ترسره شي.

نور ولولئ: د اوکراین د ملاتړ په اړه د امریکا د دوو سیاسي ګوندونو ترمنځ اختلاف په پراخیدو دی

په لوېدیځ کې د اوکرایین ۱۱ متحدو هېوادونه پلان لري چې د روانې میاشتې وروستیو کې د اوکراییني پیلوټانو روزنه پیل کړي او تمه کېږي چې دا پیلوټان به راتلونکی کال خپله روزنه بشپړه کړي.

روانه اونۍ د اوکرایین هوايي ځواک ویاند یوريی ایهانات تائید کړه چې اوکرایین به تر راتلونکي مني او ژمي پورې له ایف-۱۶ ډوله الوتکو د کار اخیستو جوګه نه وي.

ایف-۱۶ فالکن په نړیواله کچه داسې پرمختللې جنګي الوتکې بلل کېږي چې باور پرې کېږي. د امریکا هوايي ځواک په وینا دا الوتکې د ګایډډ توغندیو او بمونو لېږدولو وړتیا لري او په یوه ساعت کې د ۲۴۰۰ کیلومتره په سرعت الوت کولای شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button