نړۍ خبرونه

والستريت ژورنال؛ جنوبي کوريا د امریکا له لارې اوکراین ته مهمات استوي

رپوټونه وايي چې له جنوبي کوریا څخه د امريکا پر لور د توپونو د ګولیو په سلونو زره بستې روانې شوي دي چې له هغه ځایه به اوکراین ته انتقاليږي. سیول تر دې مخکې له روسيې سره د اړیکو درلودلو په دلیل دغه اقدام ته تیاری نه ښوده

د رويټرز خبري آژانس په حواله، والستريت ژورنال د جنوبي کوریا د نامالومو سرچينو له قوله ويلي دي چې سيول له واشنګټن سره پر داسې یوې محرمانه تګلارې سلا شوی چې له مخې به يې د توپونو ګولۍ امریکا متحده ایالاتو ته انتقالوي کومې چې اوکراین ته به استول کيږي. متحده ايالاتو له خپل دغه آسيايي متحد څخه تېرکال اوکراین ته د توپونو د ګوليو په برخه کې د ملاتړ غوښتنه کړې وه.

نور ولولئ: ناټو چین ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین خلاف روسیې ته وسلې ورنه کړي

رويټرز خبري آژانس بیا ليکي چې د جنوبي کوریا د دفاع وزارت ویاند، جیون ها-کیو د پنجشنبې په ورځ وويل چې دغه وزارت د مهماتو د انتقال په هکله له پنټاګون سره خبرې کړي، خو د والستريت ژورنال د رپوټ په هکله يې وويل چې ځېنې ناکره برخې پکې موجودې دي، خو په اړه ېې جزييات ور نه کړل.

جیون په یوه لنډه وینا کې وويل:

“په کراتو بحثونه او غوښتنې مطرح شوي او زموږ حکومت به په داسې حال کې چې په اوکراین کې د جنګي او بشري وضعيت پر جامع ارزونه بوخت، لازم اقدامات ترسره کړي.”

نور ولولئ: چین کولای شي د اوکراین د جګړې په پای ته رسولو کي کومک وکړي

جنوبي کوريا د امریکا متحده ایالاتو متحد او د توپ ګوليو یو مهم توليدونکی هیواد دی. جنوبي کوریا تر اوسه د واشنګټن او اروپا د ډېرو فشارونو باوجود چې له روسېې سره د سوداګريزو اړيکو او پر دغه هیواد د مسکو د نفوذ لرلو په دليل، اوکراین ته د مهماتو له استولو سره علاقه نه وه ښودلې.

د جنوبي کوريا ولسمشر یون سوک یول چې په اپریل کې د ېوې مرکې په ترڅ کې په روابطو کې د یو بدلون د رامنځته کېدو وړاندوينه وکړه. هغه ویلي وو، که چېرته په اوکراین کې ملکي هداف تر بریدونو لاندې راځي او یا له داسې یو وضعیت سره مخ کيږي چې نړېواله ټولنه پرې سترګې پټولی نه شي په هغه صورت کې به د سيول له پاره ګرانه وي چې د اوکراین ملاتړ ېې يوازې په بشري او مالي برخو پورې محدود پاتې وي.

نور ولولئ: اوکراین او روسیې سلګونه بندیان تبادله کړي دي

رويټرز ليکي چې پنټاګون او د جنوبي کوریا د ولسمشر دفتر، په سملاسي توګه په دې هکله د دوی پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړي

خو د جنوبي کوریا د ملي امنيت سلاکار، چو تای- یونګ، د مهماتو د استولو په اړه د پارلمان د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې چارواکي به په دې هکله د تحولاتو تر ارزونې وروسته یو تصمیم ونیسي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button