کورني خبرونه

امریکا:طالبان دې پخوانیو امنیتي وګړو ته اعلان کړې بښنه په جدي توګه عملي کړي

 امریکا امریکا

طالبان دې پخوانیو امنیتي وګړو  ته اعلان شوی  بښنه په جدي توګه عملي کړي امریکا او یو شمېر نورو هېوادو  هم  طالبانو  ته خبر ورکړی  چې د افغان امنیتي ځواکونو مخکنی غړو ته اعلان کړې بښنه عملي کړي.

د امریکا د خارجه  وزارت له اړخ  نشر  شوې. ګډه ویناپاڼه کې دغو هېوادو په افغانستان کې د پخواني امنیتي وګړو  د هدفي وژنو  په  تړاو  لویه  اندېښنه ښودلې. همدغه  روانه اوونۍ د بشري حقوقو  د څار سازمان خپل یو تازه رپور  کې ویلی طالبان واکمنۍ  ته له رسېدو  څخه وروسته یواځی  په څلورو ولایتو کې د افغان امنیتي ځواکونو ۴۷ پخواني غړي وژلی. د طالبانو له واکمنۍ رادیخوا  دا ډول پېښې  بیا بیا تکرار شوې  او ډېر ځله یې ملامتیا  پر طالبانو اچول شوې . خو د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد مرستيال بلال کريمي د امریکا او يو شمېر نورو هېوادونو دغه دعوه  رد کړې .     

دا هم ولولئ | د کرېکټ نړیوال جام: انګلستان او استرالیا نیمه پایلوبې ته ورسېدل

نوموړی ویلی د تېر حکومت ټولو کارکوونکو ته عمومي بښنه  اعلان شوې  او په  تړاو یی  پلټنه کېږي دوی يې همکارۍ ته چمتو دي خو د امریکا او ۲۱ نورو هېوادونو شریکه اعلامیه کې راغلي د پخوانیو امنیتي وګړو  وژنه او ورکیدنه  له بشري حقوقو  څخه سرغړونه ده او د بښنې له هغې وعدی  سره  چی په ټکر کې ده چې طالبانو واکمنۍ ته له رسېدو څخه  وروسته  کړی. همدارنګه دغه  هېوادونو  طالبانو  ته  اعلان کړې بښنه په اغیزمنه ډول  په ټول هېواد کې او د طالبانو د ټولو لیکو  له اړخ  پرځای  شی

د امریکا خارجه  وزارت له اړخ په نشر  شوې ګډه اعلامیه کې همدغه رنګه  غوښتنه شوې چې رپور شوې قضیې باید په سمه او  دقیق ډول  وڅیړل شي مسوولین دی په جزا محکوم شی  اود دې کار پایلې د نورو وژنو او ورکېدو د مخنیوي په هدف  خپرې شي .  

همدارنګه  طالبانو ته خبرداری ورکړل شوی چې د هغوی د کړنو له مخې به ورسره چلند کېږي نړیواله ټولنه  بیا  ټینګار کوي چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره مهمه ده چې دا ډله یو شمېر مهم شرایط  پوره کړي او بشري حقوقو  ته درناوی وکړی چی  یو مهم شرط بلل کېږي

                      ‌

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button