نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

امریکايی جنرال: د طالبانو لخواامریکايي عسکرو ته د وتلو لپاره شرایط ندي برابر شوي

د امریکايي پوځ یو جنرال چې په افغانستان کې د دغه هېواد ځواکونو څار کوي وايي، طالبانو لا هم هغه شرایط نه دي برابر کړي چې له مخې یې تر راتلونکې میاشتو کې له افغانستانن نه د امریکاېې ځواکونو د وتلو پلان چمتو شي. افغان طالبانو او امریکا تېره فبرورۍ په دې اړه تړون لاسلیک کړ.

د اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس په خبره د امریکا د مرکزي قوماندانۍ سرپرست جنرال فرانک مکنزي وايي  چې امریکا د دې پروګرام له لومړۍ برخې مخکې ده، چې له مخې یې په افغانستان کې تر جولای د امریکايي سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ ته  را کم شي . خو جنرال مکنزي ټینګار وکړ چې تر مۍ یا راتلونکي پسرلي پورې له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو وتل اسان کار ندۍ او دا عمل به شرط پورې تړلي وي.

نوموړۍ چې په فلوریډا کې ژوند کوي او په واشنګټن کې د منځني ختیځ لپاره د یوه موسسې په کوربتوب ویډیويي کنفرانس  کې وویل: “دا شرطونه په دې ډول دي: ایا ډاډمنېدلی شو چې پر موږ بریدونه پای ته رسېږي؟ که له ما وپوښتئ په اوسني حالت کې دا شرایط نه دي پوره شوي.”

ډونلډ ټرمپ له افغانستان د امریکايي ځواکونو ژر ویستل غواړي د امریکا ولسمشر ټرمپ د افغان جګړې له لوی اودیجې ناراض دی او له دغه هېواد یې د امریکايي ځواکونو د ژر ویستلو غوښتنه کړې.جنرال مکنزي وايي، طالبان امریکا نه ګواښي، طالبانو هیڅکله هم امریکا نه ده ګواښلې، د ګواښ  منبع هغه نه علاوه نورې ډلې دي.

نوموړي افغانستان کې داعش او القاعده پورې تړلو ډلو ته په اشاره وویل “زما په باور طالبان د داعش ملګري نه دي او د دوی پر وړاندې کار کوي. خو ما ته دا نه ده  معلومه شوې چې دوی به د القاعده پر وړاندې هم همدا دریځ غوره کړي.” دغه جنرال وویل. چې د ټرمپ اداره په افغانستان کې د “راتلونکې لار نخشې د ارزولو” لپاره په خپل منځ کې او د ناټو غړو او خپلو ایتلافي ملګرو سره په “خورا ځواکمنو خبرو” بوخته ده.

د یادونې وړ ده چې طالبانو او امریکا یانو د هوکړې د متن له مخې امریکايي او ناټو ځواکونه به په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان وځي. په ځواب کې طالبانو ویل، نور له بهرنیانو سره کار نه لري، خو د افغان دولتي ځواکونو پر ضد به یې بریدونه دوام وکړي. د امریکا او طالبانو د سولې تړون د لاسلیک سره سم، د سولې بین الافغاني خبرې هم پیلېږي.

وسلوال طالبان د پنځو زرو طالب بندیانو خوشي کېدل د دې خبرو لپاره شرط بولي او مقابل کې افغان ولسمشر اوربند، له پاکستان سره د دې ډلې د اړیکو وضاحت او د نشه يي توکو د سوداګرۍ ختمول د دې خبرو لپاره خپل شرطونه بولي.

سیاسي او اقتصا دي تحلیلګر وايي چې که چېرې افغانستان څخه په نا څاپي ډول امریکیان ووځي دا به دافغانستان امنیت او اقتتصاد لپاره لويي ګواښ وي ځکه افغانستان د پخوا نه هم ډېر په سختو مشکلاتو کې ګېر دۍ او که بهرني کومکونه ورباندې یو دم ورک شي نو دابه ډېر سخت ټکان ورسوي افغانستان ته ا د افغانستان خلک به نور هم نارامه شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button