Uncategorized

امریکایي چارواکی: د سراج الدین حقاني په سر لا هم ۱۰ میلیونه ډالر انعام شته

یو امریکايي چارواکی وايي چې اوس هم د سراج الدین حقاني پر سر لس میلیونه ډالر انعام موجود دی

د نړیوال جنايي عدالت لپاره د امریکا استازې وايي، که سراج الدین حقاني اوس هم د امریکا په مطلوب لېست کې وي، د هغه د نیولو په سر ۱۰میلیونه ډالره انعام په خپل ځای پاتې دی.

حقاني په افغانستان کې په ځینو خونړیو ترهرګریزو بریدونو کې په لاس لرلو تورن دی.

بث وان شاک د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان انټرنشنل د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «که د هغه (حقاني) په نیولو کې لا هم هغه انعام په خپل حال پاتې وي؛ نو هغه څوک چې د هغه په اړه معلومات ورکړي او هغه (حقاني) ونيول شي. عدالت ته وړاندې شي، نو د هغه د کره معلوماتو په بدل کې به هغه کس دا انعام ترلاسه کړي.»

ایا حقاني لا هم د امریکا مطلوب کس دی؟

که څه هم د طالبانو په وړاندې د امریکا دریځ اوس نرم او سوله‌ییز دی؛ خو د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر نوم لا هم د امریکا د فدرالي پولیسو له لوري د مطلوبو خطرناکو کسانو په لیست کې دی او دغه اداره د هغه د نیولو په اړه د معلوماتو ورکولو په بدل کې ۱۰ میلیونه ډالره جایزه ورکوي.

نور ولولئ: سراج‌الدین حقاني: باید سره یو شو او اختلاف ونکړو

د راپورونو له مخې، اېف بي ای وروسته له هغه د د نیولو پر سر انعام له پنځو میلیونو ډالرو څخه لس میلیونه ډالرو ته لوړ کړ، چې هغه د طالبانو د کورنیو چارو وزیر وټاکل شو.

مېرمن وان شاک وويل، امريکا د ترهګریزو کړنو د ترسره کوونکو خطرناکو کسانو د پېژندلو او محاکمه کولو په بدل کې يو شمېر انعامونه ټاکلي دي.

هغې زیاته کړه، چې داسې پروګرامونه «موږ ته اجازه راکوي چې د معلوماتو لپاره انعامونه وټاکو یا یې ورکړو او د نړۍ په کچه داسې کسان ونیسو او په نړۍوالو حقوقي محکمو کې يې عدالت ته وړاندې کړو.»

هغه خونړي بریدونه چې حقاني طرح کړي وو

د افغانستان د پخواني حکومت او د هغه د نړیوالو ملاتړو پر ضد د طالبانو د شل کلنې جګړې پر مهال د سراج الدین حقاني په مشرۍ حقاني شبکه په افغانستان او په ځانګړې توګه په پلازمېنه کابل کې د یوشمېر خونړیو ترهرګریزو بریدونو تر شا وه.

د ۱۳۹۶ کال غبرګولی، په کابل کې د حقاني شبکې اړوند ځانمرګي برید شاوخوا ۱۵۰ کسان ووژل او ۴۰۰ نور یې ټپیان کړل.

نور ولولئ: حقاني وايي، داعش په افغانستان کې ګواښ نه دی

سراج الدین حقاني په ۱۴۰۰ کال کې د افغانستان په سوېل کندهار ښار په یوه غونډه کې ومنله، چې یوازې په تېره یوه نیمه لسیزه کې د ده د ډلې ۱۰۵۰ غړو ځانمرګي بریدونه کړي دي.

په همدې کال کې د حقاني شبکې مشر د هغو طالبانو له کورنیو سره چې په تېرو کلونو کې یې ځانمرګي بریدونه کړي وو د کابل په کانټیننټل هوټل کې وکتل او په خپلو خبرو کې یې هغوی د “هېواد اتلان” وبلل او مننه یې ترې وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې اوس دغه شبکه پر هغو بریدونو د فخر او ویاړ په توګه یو ډول ځان ته امتیاز هم ورکوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button