ژوند

امریکا: افغانانو ته مو د مهاجرت د ځانګړو ویزو پروسه چټکه کړې

رياست وايي، نوي کارکوونکي يې استخدام کړي او فرصتونه يې زيات کړي دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي‌ چې د افغانانو لپاره یې د مهاجرت د ځانګړې ویزې [SIV] د پروسې چټک کولو لپاره نوي کارکوونکي ګمارلي او امکانات یې زیات کړي‌ دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د پنجشنبې په ورځ جون نهمه (غبرګولي ۱۹) په یوې اعلامیې کې وویل چې په دې برخه کې له افغانانو سره په خپلې ژمني ولاړ دي او دا بهیر یې چټک کړی دی.

په دریمو هیوادونو کې سفارتونه او قونسلګرۍ د ځانګړي کډوالۍ ویزې پروسیجرونه اسانه کوي

اعلامیه وایي چې «د کارکوونکو شمېر مو زیات کړی، د تقاضاو مراحل مو ساده کړي او د تکنالوژۍ برخه» یې هم ښه کړې ده. ښاغلي پرایس همدغه ارز ویلي دي چې په کابل کې د [امریکا] د سفارت د چارو له ځنډولو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزرات په درېیم هېواد کې په سفارتونو او کونسلګریو کې د کارکوونکو شمېر هم زیات کړی چې د مهاجرت د ځانګړو ویزو مراحل مخې ته یوسي.د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې د دغو نویو پرمختګونو او بدلونونو وروسته اوس تر بل هر وخت د مهاجرت د ځانګړو ویزو چارې ډېرې مخې ته وړي او په خبره یې د ویزو متقاضیان هر درېیم هېواد ته، چې هغوی ورته سفر کولای شي، د مرکو لپاره وربولي.

نور یی ولوله | د قزاقستان ناسته؛ په افغانستان کې سوله د سیمې په ګټه ده

 نور یی ولوله | د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د دوو کارخونو د فعالیت پيل

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له دې نویو پرمختګونو او بدلونونو سره به د ځانګړو مهاجرو د ویزو مسله حل شي

له څو کلونو راهېسې امریکا افغانانو ته د مهاجرت دا ځانګړې ویزې ورکوي. امریکايي چارواکي وايي چې په روان کال کې یې تر دې دمه ۱۵۴۵ افغانان په دغو ویزو متحدو ایالتونو ته راغلي دي. دا ویزې په مشخص ډول هغو افغانانو ته ورکول کېږي چې په افغانستان کې د امریکا له ځانکړو ځواکونو سره ترجمانان وو او یا د امریکا د حکومت کومې بلې اړوندې ادارې او پروژې سره یې کار او همکاري کړې وي.

د ۲۰۱۲ کال په مارچ میاشت کې درې طالبانو د افغانستان واک بیرته ترلاسه کړ

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵طالبان یو ځل بیا په افغانستان کې واکمن شول او امریکايي مقامات وايي چې له هاغه را وروسته یې د تخلیې په پروګرام کې د یو شمېر بهرنیانو په ګډون شاوخوا ۱۲۴۰۰۰ کسان له افغانستان څخه انتقال کړل.

په دوی کې د بهرنیو ځواکونو افغان همکاران، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي، خبریالان، مدني فعالان، د بشري حقونو مدافعان او نور شامل دي چې د چارواکو په خبره تر ۷۰۰۰۰ زیات یې امریکا ته انتقال شوي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button