افغانستان

امریکا: “افغانستان او یمن کې د ‘خوړو نړیوال پروګرام’ تمویل نه کوو”

اړوند خبرونه: 

افغانستان کې ناچاودو توکو تېر کال ۷۰۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه ځانمرګي برید له پراخو غبرګونونه مخ شو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت منلې چې په افغانستان او یمن هېوادونو کې یې د خوړو نړیوال پروګرام ځینې پروګرامونه تړلي دي.

د دغه وزارت ویاندې «ټمي بروس» ویلي چې امریکا دا پرېکړه وروسته له هغې کړې چې په دغو مرستو کې «اسلامي امارت» لاسوهنې کولې، او په دې اړه یې له اوږدې مودې راهیسې څارنه او ارزونه کوله.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د خوړو نړیوالو پروګرام د دغو پروګرامونو ځنډول خپل لومړیتوب بللی او په وینا یې چې ډېره برخه په افغانستان او یمن کې بند شوي دي.

تر دې مخکې نړیوالو رسنیو خبر ورکړ چې ښايي د ډونالډ ټرمپ اداره له افغانستان سره د امریکا هر ډول مرستې بندې کړي.

په ورته وخت کې د سرپرست حکومت اقتصاد وزارت ویلي بشري مرستې باید «سیاسي» او نه په سیاسي موخو کې ترې استفاده وشي.

په وروستیو کې د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې که له دوی سره د امریکا مالي ملاتړ همداسې پرې وي، په یو شمېر بېوزله او جګړه‌ځپلو هېوادونو کې به میلیونونه خلک له سختې لوږې سره مخ شي.

د خوړو نړیوال پروګرام همداراز ویلي وو چې په دې اړه یې له امریکایي چارواکو سره خبرې پیل کړې او د خپلې اندېښنې یې ورسره شریکې کړې دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button