سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

امریکا: افغانستان کې د داعش له پیاوړي کېدو اندېښنه لرو

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، کېدای شي داعش پر امریکا هم برید وکړي

امریکا د کندهار او روسیه کې د داعش له بریدونو وروسته افغانستان کې د داعش له پیاوړي کېدو اندېښنه په ډاګه کوي.

د دې وزارت ویاند مېتیو مېلر چې پرون یې په واشنګټن کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکول وویل، متحده‌ایالاتو روښانه کړې چې د داعش خراسان ډلې په اړه باید هوښیار و اوسوو او د دې هدف لپاره دوی له خپلو متحدانو سره په ګډه کار کوي.

د ترهګرو په امن ځای د افغانستان نه بدلېدل

هغه په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د ګواښ او فعالیت په اړه وویل:

“د افغانستان په اړه باید ووایم چې موږ تل ویلي، مهمه ده چې دا هېواد نور د ترهګرو لپاره په امن پټن‌ځای بدل نه‌شي، هغوی چې غواړي امریکا ته زیان ورسوي. موږ په افغانستان کې ترهګرو سره د حساب کولو په برخه کې خپله ژمنتیا ښودلې ده، خو موږ طالبانو ته هم روښانه کړې چې په افغانستان کې دننه له ترهګرو ډلو سره مبارزه د دوی په ګټه ده. ”

نور ولولئ:  طالبان: په ایران کې وروستۍ چاودنې په کلکه غندو

نور ولولئ: سي ای اې: په ایران کې چاودنې افغانستان کې د داعش خراسان کړې

نور ولولئ: امریکايي سناتوران: داعش د روسیې په څېر، پر امریکا هم برید کولی شي

د طالبانو حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې څرګندونو په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې بېلابېلو چارواکو ویلي چې داعش د افغانستان لپاره لوی خطر نه‌‌دی.

aprussia1 1 450x300
aprussia1 1 450×300

په افغانستان کې د داعش وروستي بریدونه

داعش خراسان څانګې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، په طالب چارواکو د بریدونو په ګډون، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خونړۍ حملې کړي دي، خو طالبان بیا هم داعش له منځه تللی بولي.

دارنګه د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پومپیو نن په خپله ایکس‌پاڼه په مسکو کې د داعش ډلې برید ته په اشارې لیکلي: “دا برید ښيي چې د داعش ګواښ لا تر اوسه پای ته نه‌دی رسېدلی. ”

ښاغلي پومپیو د نیوکې په ډول دا هم لیکلي: “د افغانستان په اړه د بایډن چلند دا ګواښ لا زیات کړی دی.”

له دې وړاندې جمهوري غوښتونکي سناتور لیندسي ګراهام په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې په مرکزونو د بریدونو غوښتنه کړې وه.

په کندهار کې پر کابل بانک د داعش وروستی برید طالبانو ته خطرناک پیغام لري. بل په روسیه کې د داعش له برید وروسته طالبانو ددغه ډلې برید ته د لومړي ځل لپاره ترهګریز برید نوم ورکړ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button