امریکا: افغان سیاسیون دې دغیرقانوني کړنو ډډه وکړي

د متحده ایالاتودبهرنیوچارووزارت چارواکو افغان سیاسي مشرانو ته خبرداری ورکړی، چې د موازي حکومت له جوړولو دې ډډه وکړد وزارت وايي، سیاسیون دې د اساسي قانون او د قانون د حاکميت پرضد د موازي حکومت د د امريکا د بهرنيو چارو وزارت داسې مهال دا خبرداری ورکړی، چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د ځينو ولايتونو لپاره واليان ګمارلي دي جوړولو په ګډون له بې ثباتوونکو اقداماتو ډډه وکړي.
ډآکترعبدالله، چې د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایله نه مني ویلي، یو ټولشموله حکومت جوړوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تیره ورځ ناوخته په يوه خبرپاڼه کې د افغانستان له سياسي مشرانو او د هغوى له ملاتړو غوښتي، چې سياسي بحث په ارامه بڼه د تاوتريخوالي له خبرداري پرته پرمخ بوځي.
د خبرپاڼې پاى کې له افغان حکومت نه مننه شوې، چې د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني د لوړې د مراسمو له ځنډولو سره يې هوکړه کړې ده.
خبرپاڼه وایي، د سياستوالو او د هغوى د ملاتړو دا ډول اقدامات د افغانستان حاکميت او اتحاد زيانمنوي.
خبرپاڼه کاږي دا دوه هغه اصله دي، چې امريکا يې هم په کلکه ملاتړ کوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ویلي، افغانان سوله غواړي او د دې وخت راغلى، چې پر ټاکنیزوسياستونو د تمرکز پر ځاى د افغانستان پر سياسي جوړجاړي تمرکز وشي.
د یادونې ده، چې تیره ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو ویلي وو، چې افغانستان ته د سولې لپاره يو تاريخي فرصت برابر شوى دى.
د ناټو د خبرپاڼې په پای کې د سټولټنبرګ له قوله ویل شوي، چې ناټو سازمان به د اوږدې مودې لپاره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرستې او همکارۍ ته دوام ورکړي.
امریکا وروسته له هغې افغان سیاسي مشرانو ته خبرداری ورکوي، چې په ټول هيواد کې د تاوتریخوالي د کمښت اونۍ جریان لري او خلک تر بل هروخت ډیر سولې ته هیله من شوي دي.