نړیوال خبرونه

په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړولو د ایران ولسمشر ټینګار

د ایران ولسمشر د قطر له امیر سره تر کتنې وروسته په افغانستان کې د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې. ابراهیم رییسي وايي، افغانستان تل‌پاتې ټیکاوو ته اړتیا لري او باید ورته پام وشي. د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي وايي: «افغانان باید یوه ټول‌ګډونه حکومت ولري، څو په‌دې وتوانېږي چې ټولې سیاسي ډلې او قومونه په‌کې وي  او په افغانستان کې تل‌پاتې امنیت راولي.»

د چارو یو شمېر شنونکي هم په افغانستان کې د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل د شته ستونزو حل ګڼي او زیاتوي، د اسلامي امارت پر وړاندې د نړیوالو شرطونه په اصل کې د افغان ولس غوښتنې هم دي. د سیاسي چارو کارپوه سیدهارون هاشمي وايي: «د ښځو زده‌کړې او د تولګډونه حکومت جوړول د افغانستان د اقتصادي، سیاسي او اجتماعي ثبات لپاره یو مهم فکټور دی او باید توجه وشي.»

د نړیوالو چارو کارپوه جاوېد سنګ‌دل وايي: «د متخصصو کسانو او ټولو قومونو داسې حکومت دې جوړ کړي چې په کې داسې وړ، قوي او اشخاص وي چې د دې وړتیا ولري چې د افغانستان، سیمې او نړۍ د شرایطو ارزونې او تحلیل وکړای شي.» خو اسلامي امارت وايي، د حکومت د جوړولو مساله د افغانستان له کورنیو چارو څخه ده او د خلکو د غوښتنو پر بنسټ به جوړېږي.

نور یی ولوله | په هرات کې نجونو زده‌کوونکو کالیو ګنډلو ته مخه کړې

د اسلامي امارت د ویاند مرستیا انعام الله سمنگانی وايي: «اسلامي امارت تل د ټولګډونه حکومت جوړولو ته ژمن دی او په دې برخه کې یې ډېر ګامونه پورته کړي، خو دا د افغانستان او افغانانو یوه کورنۍ مساله ده او دې مسالې ته د نورو په غوښتنه نه؛ بلکې د نظام او د افغانستان د دولت اړتیا ته کتو رسېدنه کېږي.»

سره له دې چې یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې خپلې سیاسي استازولۍ فعالې ساتلي، خو لا هم هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه‌دی پېژندلی. په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړېدل، له بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او لږکیو له حقونو ملاتړ او همداراز د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې نه کارېدل هغه شرطونه دي چې نړیوالې ټولنې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره وړاندې کړې دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button