امریکا: د افغانستان اقتصادي ثبات د ښځو حقونو او ټولګډونه پروسې سره تړلی دی
د افغانانو تر منځ (روغتیا لپاره) کومه جدي سیاسي پروسه نه ده پیل شوې
افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وایي دی تاشکند کنفرانس ته له ځینو نورو ورغلو استازو سره په دې اړه د خپلې خواشینۍ ښودلو کې یو ځای شوی چې تر اوسه د افغانانو ترمنځ (روغې لپاره) کومه جدي سیاسي پروسه نه ده پیل شوې.
هیڅ بهرنی هیواد باید د افغان مشرانو پلوي ونه کړي
هغه ویلي (دوی دا مني چې) هېڅ بهرنی هېواد باید افغانانو ته مشران خوښ نه کړي یا پرې پروسه ونه تپي، خو امریکا چمتو ده چې د افغانانو لخوا خپلو ماشومانو ته د یوې روښانه او ټولګډونه راتلونکې جوړولو کې د دوی ترمنځ د مذاکراتو ملاتړ لپاره له شریکانو سره یو ځای شي. د امریکا ځانګړی استازی وایي “نږدې هر استازي له طالبانو وغوښتل چې نجونو ته ښوونځو ته د ورګرځېدو اجازه ورکړي” او د ده په خبره دا نه دفاع کېدونکی بندیز باید پای ومومي.
نور یی ولوله | د کجکي بند نن پرانیستل کیږي
نور یی ولوله | د تاشکند غونډه ختمه شوه طالبان یې بریالۍ بولي
ښاغلي وېسټ د تاشکند کنفرانس کې د ډېرو استازو لخوا افغانستان کې د بشري حقونو نقض او د ښځو او ژورنالیستانو د کار پر وړاندې د پرتو محدودیتونو په تړاو د اندېښو یادونه هم کړې. تاشکند کې د “افغانستان د امنیت او اقتصادي پرمختګ” په تړاو نړیوال کنفرانس کې د امریکا په استازولۍ ښاغلي وېسټ او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو برخه کې د دغه هېواد ځانګړې رینا امیري برخه اخیستې وه.
له دې سره د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم پر خپل ټویټر لیکلي چې دې او ښاغلي وېسټ د تاشکند کنفرانس کې ټینګار کړی چې “امنیت، اقتصادي ثبات او سوله د ښځو د حقونو له ملاتړ، د ټولو توکمیزو او مذهبي جوامعو پر وړاندې د تاوتریخوالي له پای ته رسېدو او د یوې ټول ګډونه سیاسي پروسې له ودې پرته نشي راتلای