نړیوال خبرونه

د تاشکند غونډه ختمه شوه طالبان یې بریالۍ بولي

د افغانستان په هکله د ازبکستان په تاشکند کې یو ورځنی نړیوال کنفرانس د کوربه هېواد ازبکستان له لوري د یوې اعلامیې په خپرولو سره پای ته رسېدلی

افغان نجونو ته باید د زده کړو حق ورکړل شي

په دې اعلامیه کې ویل شوي، د طالبانو له سرپرست حکومته د نړیوالې ټولنې مهمه غوښتنه دا وه، چې افغانستان کې یو داسې حکومت جوړ کړي چې په پراخه کچه د خلکو استازولي وکړي. د ازبکستان د حکومت په اعلامیه کې ویل شوي چې د ښځو حقونو ته دې ته پام وکړل شي او ټولو افغانو نجونو ته دې حق ورکړي چې زدکړو ته لاسرسی ولري.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې همدا “په افغانستان کې د ملي روغې جوړې بهیر بشپړتیا لړ کې بنسټیز شرطونه دي.”

نور یی ولوله | د کابل پوهنتون ۲۵۰ بستونه تنقیص شوې دي

نور یی ولوله | د فراه ولایت د پوهنې ریاست مسوولان وایي، دوی د ښوونکو د کموالي له ستونزې سره مخ دي

د اعلامیې په ټکو، دا نړیوال کنفرانس یوازې پر سیاسي بیانونو متمرکز نه دی، بلکې د سولې پر ټینګښت، ثبات او پر داسې اقتصادي بیا رغاونه یې پام ورټول و، چې ټولو افغانانو ته، د افغانستان ګاونډیانو او ټولې نړیوالې ټولنې ته یې ګټه ورسېږي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استاز توماس نکلاسن چې د تاشکند په غونډه کې یې ګډون کړی و، په یو لړ ټویټر پیغامونو کې ویلي، غونډه کې یې دې حقیقت ته اشاره کړې چې افغانستان کې دا مهال یو په رسمیت منل شوی حکومت نشته. نوموړی وایي، په افغانستان کې یو داسې ټولشموله حکومت ته اړتیا ده چې ټولې ښځې او سړي، سیاسي، توکمي او مذهبي ډلې پکې ونډه ولري.

ښاغلي نکلاسن په خپل پیغام کې همدا راز ویلي، د افغانستان اقتصادي ستونزو هواري لپاره مهمه ده، چې طالبان په بودیجه کې شفافیت رامنځته کړي. خو دې ناسته کې د طالبانو د پلاوي مشر او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وایي، یاده ناسته ګټوره وه او ګڼو برخو کې ‘مثبت پرمختګونه شوي دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button