نړیوال خبرونه

امریکا: د دوحې تړون د طالبانو په ګټه او زموږ د متحدانو په زیان و

امریکا مني چې له طالبانو سره د دوحې تړون ستراتیژیکه تېروتنه وه، ځکه طالبان یې پیاوړي او د امریکا متحدان یې کمزوري کړل

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارن ژان پییر د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۸ (حوت نهمه) وویل چې د طالبانو سره د دوحې تړون په افغان حکومت کې «زموږ شریکان» کمروزي او طالبان پیاوړي کړل.

ژان پییر په یو خبري کنفرانس کې د دوحې تړون په اړه وویل چې دا تړون د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ د حکومت په مهال په ۲۰۲۰ کال کې لاسلیک شوی و. امریکايي مقامات وايي چې دوی مجبور وو په تړون عمل وکړي، له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي او په هغه هېواد کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړي.

usa1
امریکا: د دوحې تړون د طالبانو په ګټه او زموږ د متحدانو په زیان و

د روښانه لارې او څرګند پلان نه موجودیت

د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل چې «دا تړون طالبان پیاوړي او په افغان حکومت کې زموږ شریکان کمزوري کړل» او د امریکا نوي حکومت ته د سرتېرو د اېستلو لپاره کومه روښانه لار او څرګند پلان موجود نه و.

نور ولولئ: تازه: ګلبدین حکمتیار وايي، امریکا له طالبانو غوښتي چې د دوحې له تړون سره سم ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي

نور ولولئ: غني: د دوحې تړون یو ناورین و

نور ولولئ: اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا د دوحې تړون عملي کېدل غواړي

د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند یو شمېر غړي اوسنی حکومت تورنوي چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د اېستلو ماموریت یې له کړکیچونو او ستونزو څخه ډک و. د سرتېرو د اېستلو په مهال د کابل د هوايي ډګر په مخکې ځانمرګی برید هم وشو او څه باندې ۱۷۰ تنه په کې ووژل شول چې یو شمېر یې امریکايي عسکر وو.

usa2
امریکا: د دوحې تړون د طالبانو په ګټه او زموږ د متحدانو په زیان و

طالبانو له دوحې تړون سره سمې ژمنې نه دي عملي کړي

امریکايی چارواکي‌ وايي طالبانو د دوحې په تړون کې خپلې ژمنې عملي کړې نه دي چې د همه شمول حکومت جوړولو لپاره له نورو افغان اړخونو سره خبرې کول هم په کې شامل دي. ژان پییر زیاته کړه: «طالبانو په (تړون) کې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی. طالبانو همدغه راز له خپلو افغانانو سره د مانا لرونکو خبرو د پيلولو په اړه، چې یو جوړ جاړي او همه شمول سیاسي سیستم ته لاره هواره کړي، هم خپلې ژمنې پوره کړي‌ نه دي.»

نوموړې وویل چې دوی نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي چې دا ژمنې عملي شي‌ او طالبان په «خپلو تعهداتو» ټېنګ ونیسي.

طالبانو د دوحې په تړون کې منلې چې په افغانستان کې به ګډ حکومت جوړوي، د نجونو او ښځو پر مخ به د زده کړو دروازې پرانیستي وي او ښځې به کار ته ځي، خو دغه ډله چې کله واک ته ورسېده؛ نه یې ګډ حکومت جوړ کړ او نه یې نورې ژمنې عملي کړې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button