نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

امریکا ستری محکمی د حمل ضایع کولو قضیه کې حقوقي دلایل اوري

 امریکا   امریکا

د امریکا ستری محکمی د حمل ضایع کولو  حقوقو سره په اړه  یوه قضیه کې حقوقي دلایل اوري. ستری محکمی  د میسيسیپي ایالت پر یوه قانون غور کوي چې د مېندوارۍ له ۱۵ اونۍ څخه  وروسته د حمل زیانول منع کوي

رپورونه ویلی  داسې ښکاري چې ستره محکمه چې محافظه کاران په بریالی دی  لېواله ده چې دا بندیز تایید کړي. په دې اړه  پرېکړه به چې جون کې یې طمعه  کېږي  امریکا کې میلیونونه ښځې د حمل ضایع کولو له حقه  څخه محرومې کړې. د حمل ضایع کولو ضد فعالان له محکمې څخه  غواړي چې نا پیدا شوي کوچنیان  وژغوري  خو ماهرین بیا وايي که دا بندیز ولګول شي د مور او کوچنیانو مړینه به ورسره زیاته شي. هغه مدافع وکیلان چې د حمل ضایع کولو په اړه  د میسيسیپي قانون دفاع کوي .

 له محکمې څخه غواړي دې لړ کې دوې نورې مهمې پخوانۍ پرېکړې لغو کړي. لومړۍ پرېکړه د ۱۹۷۳ کال یوه ده چې له مخې  ښځو ته د مېندوارۍ لومړنیو دریو میاشتو کې د حمل ضایع کولو بشپړ حق ورکړی  او له هغه  وروستیو  څخه دریو میاشتو کې بیا دا حق محدودیږي بیا حمل نشی ضایع کولی. له هغه رادیخوا  کلونو موده کې د جنین ژوندي کېدو  معیار د حمل ضایع کېدو قانوني پرېکړو کې سره کرښه ګڼل شوې او له دې وړاندی  یې پر هر ډول حمل ضایع کولو د بندیز مخه نیولې ده.

دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.

په امریکا کې د ناروغیو کنټرول او مخنیوي ادارې په یوه رپور  کې ویلی چی ۲۰۱۹ کال  کې امریکا متحده ایالتونو کې نژدې ۶۳۰ زره ښځو خپل حمل ضایع کړی  چې د ۲۰۱۰ کال پرتله ۱۸ سلنه کم شوی . د دې شمېرو له مخې د ۲۰۱۹ کال  کې د ډېری هغو ښځو عمرونه چې حمل یې ضایع کړی د شل کلنۍ شاوخوا کې وی.

د دې ادارې ۲۰۱۴ کال  کی یوه سروې ږیلی  چې امریکا کې درېیمه برخه هغه ښځې چې حمل ضایع کوي لږ عاید لري او یا د بیوزلۍ له امله حمل ضایع کوی . له ۱۵ څخه  ۴۴ کلنۍ پورې عمر لرونکو تور پوستکی امریکایانو کې د حمل ضایع کوونکو ښځو ډېر شمېر لیدل شوی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button