سیمه

امریکا له پاکستان غوښتي چې په لاریونونو کې بشري حقونو ته درناوی وکړي

اسلام اباد کې د عمران خان پلویانو پراخ لاریونونه کړي دي او په دې لاریونونو کې تاوتریخوالی هم شوی دی

په داسې حال کې چې په اسلام اباد کې د تحریک انصاف پلویانو احتجاج پر مهال د تاوتریخوالي او مرګ ژوبلې رپوټونه ورکړل شوي، امریکا پر پاکستان غږ کړی چې “بشري حقونو او د خلکو بنسټیزو ازادیو” ته درناوی وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو مېلر په یوه خبري غونډه کې په اسلام اباد کې د روان احتجاج په اړه د خبریال د پوښتنې په ځواب کې همدا راز له اعتراض کوونکو هم وغوښتل چې له تاوتریخوالي دې ډډه وکړي.

د امریکا غوښتنه او پر پاکستان فشار

ښاغلي مېلر وویل، “موږ په پاکستان او ټوله نړۍ کې د بیان ازادۍ او د سوله‌ييزو راټولېدنو ملاتړ کوو. موږ پر احتجاج کوونکو غږ کوو چې مظاهرې دې یې سوله‌ييزې وي او له تاوتریخوالي دې ډډه وکړي.”

د یادولو ده چې په اسلام اباد کې د تحریک انصاف او د عمران خان د پلویانو احتجاج روان دی او د امنیتي‌ ادارو له لوري د هغوی د مخنیوي په هڅه کې د اعتراض کوونکو او پولیسو تر منځ اخ و ډب هم رامنځ‌ته شوی دی.

نور ولولئ: عمران خان وايي، په پاکستان کې د ځنګل قانون واکمن دی

نور ولولئ: عمران خان وايي که له محکمې ووځم نو وبه نیول شم

د اسلام آباد ډپټي کمشنرعرفان میمن بی بي سي ته ويلي چې د اساسي قانون د ۲۴۵ مادې د حکم له مخې یې له پوځه غوښتي چې د امن او نظم ټينګولو لپاره دې ښار کې ځای پر ځای شي.

د اساسي قانون د دې مادې له مخې پوځ د فدرالي حکومت په امر له هېواده د دفاع مسؤولیت لري. دغه راز که د تېرې، جګړې او یا عامه نظم او د قانون حاکمیت ته خطر پېښیږي نو د فدرالي حکومت په امر د یوه ښار، ایالت او یا د یوې سیمې د امنیت مسؤولیت پوځ په غاړه اخلي.

پر موټر د پولیسو وهل

په یوه بله جلا پېښه کې د اسلام آباد پولیس وايي سرینګر لویې لارې ته څېرمه د اسلام آباد په جي ټې سیمه کې یوه تیز رفتار موټر درې پولیس وهلي او وژلي دي.

په دې سره د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د تحریک انصاف د لاریون له پيله د وژل شویو امنيتي کسانو شمېر پنځو ته ورسېد. د کورنیو چارو وزارت دغه راز ویلي د یاد ګوند له پلویانو سره اخ و ډب کې له سلو زیات پولیس منسوبین ژوبل شوي دي.

وړاندې د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي له رسنیو سره د خبرو پر مهال ویلي چې “د مرمۍ ځواب په مرمۍ ورکول اسان وو” خو پولیس د مرمۍ ځواب په ربړینه ګولۍ او اوښکې بهوونکي ګاز سره ورکړ.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button