ژوندژوند او ټولنه

امریکا میامي هوايي ډګر کې هغه کسان ونیول شول چې د مساپرو له بکسونو یې د غلا هڅه کوله

د امریکا په څېر پرمختللي ټولنو کې هم د ځینو جنایتونو د ترسره کولو هڅې کېږي، خو هلته بیا اقدامات چټک وي

د امریکا په یاد هوايي ډګر کې دغه غله دوه افسران او مسلکي کسان دي چې د خلکو یا مساپرو له بسکونو یې د پیسو ایستلو هڅه کوله، خو د امنیتي کمرو په واسطه کشف شوي او نن د رسنیو سر ټکي وو.

نور ولولئ: د بریتانیا موزیم کې د غلا پېښې له امله د موزیم مشر دنده پرېښوده

د امریکا یوه هوایي ډګر امنیتي کامرو کې کارکوونکي ښوول کېږي چې په ظاهرا د مساپرو له بکسونو غلا کوي.

دغه دوه افسران ښکاري چې له بکسونو پیسې غلا کوي

ویډیو دواړه افسران ښکاري چې د بکسونو جیبونه پلټي او نغدې پیسې ترې باسي.

د څارنې کامرې ښیې چې د فلوریډا په میامي نړیوال هوایی ډګر کې د ترانسپورت امنیت ادارې دوه افسران په یوه امنیتي او څار ځای کې له بکسونو نغدې پیسې پټوي.

نور ولولئ: دوو سړیو او یوې ښځې پاریس کې د میلیونونو ډالرو غلا کړې

په ثبت شوې ویډیو کې ښکاري دواړه افسران په ډېر مهارت په دې بهانه چې د مساپرو بکسونه د سکن ماشین ته نژدې کوي، په بکسونو کې ګوتې وهي. له بکسونو سره ورو ورو مخ ته ځي او نغدې پیسې ترې را وباسي او جېب ته کوي یې.

په ويډيو کې داسې ښکاري چې دوی د مساپرو سترګې هم څاري چې د دوی خوا ته خو به نه وي، خو پر سر یې د څار امنیتي کامرې ته پام پام نه دی او په پرله پسې توګه خپل کار کوي.

د دواړو افسرانو نیول او جرم نه منل

دغه افسران نیول شوي خو په یاد جرم یې اعتراف نه دی کړی او وايي چې زموږ د پیسو غلا کولو نیت نه درلود، موږ یوازې هڅه کوله چې بکسونه دقیق ورګورو.

دا افسران د جولای په میاشت کې نیول شوي وو او د غلا له تورونو سره مخ دي. دوی دواړو په خپل جرم اعتراف نه دی کړی.

په هوايي ډګرونو کې مساپر د تالاشۍ پر مهال خپل بکسونه د سکن ماشین ته ورکوي او خپل د بدني ارزونې له لارې له بلې لارې تېرېږي. ځکه نو دغو غلو هم له همدې موقع په ګټې اخیستنې خپل کار کاوه.

دا ډول پېښې اکثره وخت په هوايي ډګرونو کې امکان لري، خو تاسو باید د سفر پرمهال خپلو نغدو پيسو او نورو مالونو ته پوره پاملرنه وکړی تر څو تاسو خوندي سفر ولری او کوم زیان درته ونه رسېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button