سات تيري

داسې يو انقلابي چې د بانک لوټل او ورنه غلا کول ورته ویاړ او عبادت ښکارېدل

غلا د لوسیو ارتوبیا لپاره یوه انقلابي استعاره وه، نوموړ هغه کس دی چې د نړۍ تر ټولو لوی بانک یې لوټلی دی

لوسیو ارتوبیا وايي “ما د خلکو د ګټې لپاره بانک لوټ کړ، تاسو دې ته غلا نه شئ ویلای، ځکه یوازې له یوه غریب څخه غلا کول، غلا بلل کېږي.” هغه څوک چې غله لوټ کړي د هغه لپاره ابدي بښنه ده او د بانک لوټول د ذلت نه بلکې د عزت خبره ده.

غلا د لوسیو ارتوبیا لپاره یوه انقلابي استعاره وه، خو وايي دا باید د ټولنیز خیر لپاره ترسره شي نه د خپل ځان لپاره. لوسیو هغه کس و چې د نړۍ تر ټولو لوی بانک یې لوټلی دی.

لوسیو، د ورځې لخوا د کارګر په توګه کار کاوه او په شپه کې به يې جعلکاري کوله. هغه بې سواده و او د ژوند تر پایه د یوه باغي او ډاکو په توګه پاتې شو. لوسیو ارتوبیا په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د نړۍ تر ټولو زیات مطلوب او په نښه شوی کس و.

هغه د لسګونو کسانو یوه شبکه درلوده چې د ده تر مشرۍ لاندې یې کار کاوه او هغه اداره کوله. دوی هغه وخت د نړۍ تر ټولو ستر بانک (نېشنل سیټي بانک) چې اوس د Citybank په نوم پیژندل کیږي څخه غلا کړې وه.

دا معلومه نه ده چې هغوی څومره پیسې غلا کړې وې‌ خو د لوسیو په وینا، دا لږ تر لږه ۲۰ میلیونه امریکایي ډالر وو. لوسیو ادعا کړې وه، هغه پیسې په لاتینې امریکا او اروپا کې د حکومتونو سره د جنګیالیو چریکي ډلو د تمویل لپاره کارول شوې وې.

هغه دا ادعا هم کړې وه چې د چريکي عملياتو په اړه يې له چيګوارا سره پر ستراتيژۍ خبرې کړې وې.

دا مالومه نه ده چې د دې خبرو څومره یې رښتیا دي او څومره یې تشې خیالي کیسې دي، خو د دې ټولو تر منځ د لوسیو ارتوبیا ژوند د فلم له کیسې کم نه دی.

هغه به هر هغه څه ته چې اړتیا درلوده غلا کول یې

لوسیو ارتوبیا په کال ۱۹۳۱م کې د کاسکانټ په ښار کې زېږیدلی و. هغه په خپل ژوندلیک کې ویلي: په ماشومتوب کې ما هيڅکله د هغه څه درناوی نه کاوه چې منع شوي وي. که ما یو څه ته اړتیا درلوده، نو د ترلاسه کولو لپاره مې مناسب فکر کاوه.

هغه به د خلکو له بڼونو مېوه غلا کوله او هر هغه څه به یې کول چې د ژوندي پاتې کیدو لپاره ورته اړین وو.

تر کوچنیو او وړو غلاوو وروسته، هغه پر پوله په قاچاقو کې ښکېل شو. د خپل ورور سره یو ځای، هغه د پولې بله خوا تنباکو، درمل او شراب قاچاق کول او کله چې ځوان شو، نو د هغه وخت د قانون له مخې په پوځ کې په جبري توګه شامل شو. دا هغه وخت و چې پوځي بارکونو او ګودامونو ته یې لاسرسی درلود او دلته یوه نوې نړۍ ورته مخې ته راغله.

لوسیو د ۱۹۸۰م په جون کې ونیول شو او سم لاسي زندان ته واستول شو او په ۲۰۲۰م کال کې یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button