کورني خبرونه

امنیتي ګواښونه باید په افغانستان کې پای ته ورسیږی

 افغانستان  افغانستان

لاوروف ویلی چی امنیتي ګواښونه باید د افغانستان  په داخل کې د منځه لاړ شي د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف وايي د مسکو اصلي دنده په افغانستان کې د طالبانو له حاکمیدو څخه   وروسته د مرکزي اسیا په  هېوادونو کې د نا امنی  مخنیوی کول دي

د تاس خبري اژانس په رپور کې د ښاغلي لاوروف هغه مرکه اخیستل شوې چې له روسیه ۲۴ ټلویزیوني  سره خبری کړې نوموړی  وايي زموږ لپاره د هغوی  امن مهم ټکی دی ځکه  له افغانستان سره پوله نلرو خو مرکزي هېوادونو اسیا کې نژدې د ټولو لپاره بې د امن او ثبات اندیښنه ده ښاغلی  زیاتوي  لومړی  مهمه دا چې د ګاونډی امن یقینی شي له افغانستان څخه  د ترهګرو ګواښونو او مخدره موادو مخه ونیول شي او په افغانستان کې  د  ګواښونو له د ختمولو لپاره خورا اړین دی

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین لدی  وړاندی  سیمې ته له افغانستان نه د اسلامپالو سخت دریځو  خطر د یادونی وړ دی نوموړی  پوتین د ټولنیز  امنیت سازمان په بېړنۍ غونډه کې د مرکزي اسیا هېوادونو مشرانو ته ویلی چی د سیمې هېوادونو ته د سخت دریځو وسله والو مخنیوي کوښښ وکړی دا خورا مهمه ستونزه ده بل اړخ  ښاغلي لاوروف پخپله  تازه مرکه کې پر امریکا انتقاد  کړې او ویلی  چی  باید په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي لپاره مالي همکاری  وکړي

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

مونږ په دې یقینی یو چې امریکا متحده ایالتونه او هغه چې شل کاله کېږي افغانستان کې یې د یوه مثالي حکومت  رامنځته وعدی کولو  اوس باید له هر څه وړاندی  له مالي اړخ د یوه بشري ناورین مخنیوي کې ګډون وکړي

د یادونې وړ ده چې په مسکو کې د طالبانو پلاوي په ګډون د سیمې هېوادونو له غونډې وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین ویلي وو ښايي هېواد یې له تور لیست د طالب مشرانو نومونو ایستلو کې مرسته وکړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button