امیرخان متقي هرات کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل
ترکمنستان او افغانستان د ټاپي پروژې په اړه خبرې اترې کړي دي
د طالبانو په خپره شوي اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د ټاپي پروژې د علمي کار غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیرخان متقي د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په هرات کې د ټاپي پروژې د چارو په اړه خبرې کړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد وايي، چې دواړو لوریو د ټاپي پروژې د چارو په عملي کېدو خبرې کړي.
په نورو برخو خبرې اترې
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه د (لیندۍ ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هرات ولایت ته د سفر په لړ کې په تور غونډۍ کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره لیدلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد وايي، د افغانستان او ترکمنستان ګډې پولې ته څېرمه په دغه لیدنه کې د ټاپي نل لیکې د رغونې چارو تر څنګ، د اوسپنې پټلۍ غځونې، برېښنا او په تورغونډۍ کې د اوسپنې ګودامونو پر جوړولو خبرې شوې دي.
نور ولولئ: د ټاپي پروژې تطبیق لپاره تخنیکي چمتووالی نیولی
نور ولولئ: د رېلپټلۍ او ټاپي پروژو په اړه د خبرو لپاره طالب پلاوی ترکمنستان ته ورسېده
نوموړی زیاتوي چې دواړه لوریو د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا، د ټرانسپورټي چارو پر اسانتیاوو او همدا راز د ویزو د بهیر پر ساده کولو هم خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپرې شوې خبرپاڼه کې دا هم ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر په هرات کې د طالبانو له والي مولانا اسلام جار سره هم ناسته کړې او په بېلابېلو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړي دي.
د ټاپي پروژې پلېدل
د ټاپي پروژې کارونه د پخواني ولسمشر اشرف غني په وخت کې پیل شوي وو.
د ټاپي پروژې له لارې د ترکمنستان د ګازو سرچینې د یوې نل لیکې په وسیله پاکستان او بیا هند ته لېږدول کېږي چې پخوا دغه پروژه د طالبانو د وسله والو فعالیتونو له کبله له خورا ډېر ځنډ او خنډ سره مخ شوې وه.
پر طالبانو نیوکه کېږي چې د جمهوریت پر مهال هغه پیل شوې پروژې چې نیمګړې پاتې دي او د نا امنۍ له کبله یې دوی مخه نیولې وه، اوس پر خپلو تبلیغاتي فعالیتونو داسې ښيې چې ګوندې هېواد کې رغنیزې پروژې دوی پیل کړې دي.