نړۍ خبرونه

انتوني بلینکن سعودي ته د سفر موخه

سعودي عرب ته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د سفر مهموالی

انتوني بلينکن د سعودي عرب له ولیعهد محمد بن سلمان سره په لیدنه کې خپل منځي مسایلو ورهاخو په منځني ختیځ او نړۍ کې ځینو مسایلو خبرې کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ښاغلي بلینکن د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشري حقونو په سر اړیکي ښه شوي خو په دې اړه یې ډېر جزیات نه دي ورکړي.

د هغه په خبره محمد بن سلمان او بلېنکن په اقتصادي همکاریو او انرژۍ هم خبرې کړې دي.

د بلیکن سفر او په سعودي کې د ایران سفارت پرانیسته

د سه شنبه په ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن داسې مهال سعودي عرب ته خپل درې ورځینی سفر پیل کړی چې سیمه کې تازه ډيپلوماتیک پرمختګونه شوي، له هغې ډلې اووه کاله وروسته ایران په سعودي کې خپل سفارت بیا پرانیستی دی.

نور ولولئ: د بایډن او د سعودي وليعهد د افغانستان په اړه خبرې شوي

خو سعودي عرب د دغه جګپوړي امریکایي ديپلومات سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ښه کولو لپاره بلل شوی، هغه اړیکې چې د دغه پخوانیو ملګرو هېوادونو ترمنځ په وروستیو کې سړې شوې.

امریکا تمه لري په دې سفر کې د سعودي او اسراییلو ترمنځ د اړیکو عادي کولو لپاره هڅې وکړي او دارنګه په سوډان او یمن کې د روانو شخړو حل ته لاره ومومي.

د سعودي او امریکا تر منځ د اړیکو ترینګلتیا

د امریکا او سعودي ترمنځ اړیکې په ۲۰۱۸م کال کې د جمال خاشقجي له ترور نه وروسته خړې پړې شوې.

په تېر یوه کال کې کله چې د نفتو لوی صادرونکی هېواد سعودي عرب د امریکا د هغو هڅو ملاتړ ونه کړ چې په اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته امریکا غوښتل د نفتو بیې ټيټې کړي، د دوی ترمنځ اړیکې نورې هم سړې او پیچلې شوې.

په داسې حال کې چې د امریکا تر بندیزونو لاندې د وېنزیویلا ولسمشر نیکولاس مادورو هم په دې وروستیو کې د نفتو د بل ستر صادرونکي هېواد د ولسمشر په توګه سعودي عرب ته سفر کړی و.

له دې سره سره امریکا او سعودي عرب په سوډان کې د جګړو له پيل سره د دواړو ترمنځ د ستراتېژیکو دفاعي اړیکې پالل او د سعودي عرب لخوا له سوډان څخه د بهرنیو وګړو ایستل د دوی ترمنځ د تاریخي ملګرتیا ښکارندویي کوي.

په سیمه کې د نویو ټلوالو جوړېدل

سعودي عرب ته د امریکا بهرنیو چارو وزیر سفر په نړیوالو رسنیو کې ډېر یاد شوی. د فرانسي خبري اژانس لیکلي، د امریکا بهرنیو چارو وزیر داس مهال ریاض ته ځي چې په منځني ختیځ کې نوې ټلوالې او ملګرتیاوې د جوړېدو په حال کې دي.

د فرانس خبري اژانس په ټکو، د دې بدلونونو تر ټولو مهم هغه په سیمه کې د دوو مهمو سیالانو سعودي او ایران ترمنځ د اړیکو عادي کېدل دي، هغه هم د امریکا د یوه مهم سیال چین په منځګړيتوب.

له دې ور هاخوا، د ایران او روسیې له مهم ملګري هېواد سوریې سره د سعودي نږدې کېدل او د عرب ټولنې په سرمشریزه کې د سوریې تر کورنۍ جګړې وروسته د لومړي لپاره د هغه ګډون بل پرمختګ بلل شوی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button