کورني خبرونه

اندونیزیا په کابل کې بیا خپل سفارت پرانیزي طالبانو یې هرکلی کړی

 کابل  کابل

اندونیزیا په کابل کې خپل سفارت بیا پرانیزي  طالبانو یې هرکلی کړی طالبانو د اندونیزیا د خارجه  وزارت د چارواکو د هغو څرګندونی  هرکلی کړی چې وایي ډېر ‌ژر  به  کابل کې خپل سفارت بیا پرانیزي. رپورونو کې د چارواکو ویلی  چې د سفارت د پرانستلو هدف  طالبانو سره د یوه مثبت او جوړونکی  تعامل لرل دي.

خو وايي دا چاره د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو په معنی نه ده . اندیونیزیايي چارواکي په افغانستان کې د خپل دیپلومایتک د بیا  چټک پیل کولو  په تړاو   ښکاره کړی چی  په داسې مهال کوي چې تراوس مهال پورې د طالبانو حکومت د نړۍ د یوه هېواد له اړخ  هم په رسمیت نه دی پیژندل شوی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلی چی  د اندونیزیا او نورو هېوادونو له اړخ  په افغانستان کې د دیپلومایتکو ماموریتونو پیل  کول  د دواړو اړخونو  په ګټه کار دی او دوی یې هرکلی کوي.

دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.

ښاغلی  له دې سره به د دواړو هېوادونو د وګړو  لپاره د تګ راتګ چاری برابری  شي او د نورو چارو  لپاره خوشبیني  او  د  حل  لاری چاری رامنځ ته کولای شي. د طالبانو ویاند اطمنان  ورکړ چې د بهرنیو سفارتونو امنیت  ساتل  د دوی دنده ده. د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي عبدالقادر جیلاني ویلي چی په لومړي چاره  کې به  له طالبانو سره په بشري او د تعلیمي بورسونو په برخه کې همکاری  وکړي. ښاغلي جیلاني ویلي اندونیزیا به له طالبانو سره د هغوی د هغو وعدو  په ترسره کولو کې همکاری  کوي.

چې د ټولګډون  حکومت د جوړولو د ښځو د حقوقو  درناوی  او ترهګرۍ پرضد یې د مبارزې په برخه کې کړې  تر اندونیزیا وړاندی  سعودي عربستان په کابل کې د خپل سفارت قونسلي څانګه فعاله کړه. همدغه رنګه  د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم ویلي چې اروپايي هېوادونه پر دې غور کوي.

چې ډېر ژر به په کابل کې خپل ګډ دیپلومایتک ماموریت پیل کړي خو وایی دا کار به د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندول په معنی نه وي. د یادونې وړ ده چې کابل کی د طالبانو له واکمنۍ نه وروسته له روسیې چین او پاکستان پرته نورو ټولو هېوادونو خپل سفیران له افغانستان څخه  ویستل او سفارتي فعالیتونه یې وځنډول.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button