Uncategorized

اندونیزیا کې د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو په ملاتړ نړیواله غونډه رابللی

د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د «افغان نجونو او ښځو د ښوونې او روزنې» لپاره د نړیوال ملاتړ په غونډه کې د ګډون په موخه اندونیزیا ته تللې.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، دا غونډه به د اندونیزیا او قطر له‌خوا په اندونیزیا کې په ګډه جوړه شي.د دې خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي:د افغان ښځو او نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري به د ډسمبر له ۵مې تر۱۶مې اندونیزیا او سوېس ته سفر وکړي. مېرمن امیري به د افغان نجونو د زده کړو په نړیوال کنفرانس کې چې زده کړو ته د افغان نجونو او ښځو د لاسرسي د ملاتړ په موخه د اندونیزیا او قطر په ګډ کوربتوب جوړېږي، ګډون وکړي. 

نور یی ولوله | ملا یعقوب ټام ویسټ سره لیدلي

نور یی ولوله | ملا یعثوب شیخ محمد بن زاید سره لیدلي

اسلامي امارت

ورته مهال د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي په‌دې اړه وايي: «زموږ په هېواد کې بشري حقونه تامین شوي، په اسلامي چوکاټ کې د هېواد ټولو وګړو حقونه ورکول کېږي. له دې سره سم، بل خوا، یو شمېر زده کوونکې له سرپرست حکومته غواړي، چې د زده کړو زمینه ورته برابره کړي. زده کوونکې فهمیه زیاتوي: «له نړیوالې ټولنې او اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده چې ښوونځيو یا زده‌کړو ته د پخوا په څېر دوام ورکړو، څو خپلو درسونو ته دوام ورکړو. که موږ زده‌کړه و نه‌کړو او ښوونځي ته لاړې نه‌شو، د ټولنې نیمه برخه به نالوستې پاتې شي.

د سیاسي چارو کارپوه ډیوه پتنګ وايي: «ښځو ته باید اسانتیاوې برابرې شي، څو د پرمختګ او ودې په ډګر کې برخه واخلي او د دوی غږ ته درناوی وشي او له استعداد یې کار واخیستل شي. تمه ده مېرمن امیري به سویس او ترکیې ته هم سفر وکړي او هلته به د ملګرو ملتونو او افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو له استازو او د مدنې ټولنې له  فعالانو سره د افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت خبرې وکړي. د څه باندې ۱۵ میاشتو په تېرېدو سره، لا هم د نجونو پرمخ ښوونځي نه‌دي پرانېستل شوي او ډېری ښځینه زده‌کوونکو د لاسي صنایعو په څېر کارونو ته مخه کړې ده

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button