نړیوال خبرونه

ملا یعقوب ټام ویسټ سره لیدلي

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره لېدلي. 

ملي دفاع وزارت

ملي دفاع وزارت په‌دې اړه پر ټویټر په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، ښاغلي مجاهد په‌دې لېدنه کې له توماس وېسټ وغوښتل چې نړۍ د افغانستان “ځمکنۍ بشپړتیا” ته درناوی ولري.دې وزارت د ښاغلي مجاهد له قوله پر ټویټر لیکلي: «افغانستان امن دی، ټولې سرحدي پولې او فرضي نقطې یې خوندي دي او د افغانستان له خاورې څخه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته هېڅ ګواښ نه‌شته او نه به‌وي او همداراز  د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد په ضد  نه‌ده کارول شوې او نه به وکارول شي.  

نور یی ولوله | ملا یعثوب شیخ محمد بن زاید سره لیدلي

نور یی ولوله | بلاول بوټو: د سیمې د ګټو پر بنسټ د افغانستان له حکومت سره تعامل کوو

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی داسې مهال په متحده عربي اماراتو کې له ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد سره لېدنه کوي چې د روانې زېږدیزې میاشتې په لومړۍ نېټه د سیمې هېوادونو ته پر سفر وتلی دی. نوموړي پرون (دوشنبه) د هندوستان په نوي ډهلي کې د ملي پخلاینې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله سره هم لېدنه کړې وه.

نوموړي له ښاغلي عبدالله سره د لېدنې په هکله پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغانانو تر منځ د ژر تر ژره “ملي سیاسي خبرې اترې” پیلولو ته اړتیا ده او زیاتوي: «په نړیواله ټولنه کې د دې اړتیا په اړه اجماع شته چې افغانان یې باید رهبري وکړي. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ او د ملي دفاع وزارت سرپرست په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو کې له مېشتو افغانانو او سوداګرو سره هم لېدلي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button