ژوند او ټولنه

انساني روغتیا لپاره د وچو توتانو ګټې

توت زموږ په وطن کې عامه، د ټولو خلکو تر منځ شريکه او داسې مېوه ده چې باغوان او ساتونکی نه لري، اکثره خلک يې د ثواب په نيت خپلو پټيو او د ويالو پر غاړو ايږدي. مختلف ډولونه لري، او يو بله ښېګڼه يې داده چې په آسانه او ارزانه ډول وچېږي،

توت اکثره هغه کورنۍ وچوي چې ښه اقتصاد نه لري، غرېبې او بېوسه کورنۍ دي چې توت په خپل دوديز او طبيعي ډول وچوي.په چين کې وچ توت د کولمو د درد، د نورو مزمنو دردونو د مخنيوي او د وينې د تقويي او تصفيي لپاره په دوديز ډول کاريږي، توت بدن ته په تېره مغزو ته رطوبت ورکوي دا چې ماغزه متعدل رطوبت ته اړتيا لري توت بهترين انتخاب دی.توت په پراخه اندازه کلسيم هم لري چې د غاښونو په روغ ساتلو او د روماتېزوم ناروغۍ په تداوي کې ګټه ترې اخستل کيږي.

20210826 140516

حکيم ابونصر هروي وايي چې توت بايد په تشه معده وخوړل شي، نو په دې اساس د سهار او ماسپښين ټيم کې له چای سره د توتانو خوړل بهترين انتخاب دی.هغه کسان چې د وينې لوړ فشار لري د توت خوراک يې په ګټه دی، په توتانو کې موجود کاربوهايدردونه،اوسپنه، کلسيم،  ويټامين، مغزي اوبه او نور مواد کولی شي چې د وينې لوړ فشار کنټرول کړي، وينه تصفيه او د کم خوني ستونزه هم حل کړي.

وچ توت په زياته اندازه پروټين لري، اوسني پرمختللي طب معلومه کړې چې توت د کلمو د سرطان په مخنيوي کې مهم رول لري، دغه راز پروټين وينه سړوي او خونريزي ته توقف ورکوي، د ويروسونه په لمنځه وړلو کې هم موثريت لري. نو پدې اساس ويلي شو چې که توت په ورځني ډول وخوړل شي، د لوړ فشار مخه نيسي، د مغزي سقطې مخنيوی کوي، د شبکيي خونريزي په توقف کې رول لري او د کلمو د سرطان نه هم جلوګيري کوي.

د وچو توتانو بله ګټه داده چې د کولمو او سږو په روغتيا کې هم فوق العاده رول لري، وچ توت کولمې او سږي تقويه کوي، وينه تصفيه کوي، دغه راز د تندې په لمنځه وړلو کې هم مهم نقش لري، توت د کولمو د مايعاتو کمبوتات پوره کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button