کورني خبرونه

انټونی بلیکن : قطر به افغانستان کی امریکا ګټی ساتی

  افغانستان افغانستان

بلېنکن انټونی  ویلی چی  قطر به په افغانستان کې د امریکا د ګټو ساتنه کوي د امریکا خارجه  وزیر انتوني بلېنکن  بیا ویلی  قطر ورسره منلې ده چې افغانستان کې به د امریکا د ګټی  ساتی . په واشنګټن کې د قطر خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن الثانی  سره د ښاغلي بلېنکن په ستراتيژیکو خبرو کې فیصله  شوې

چې قطر به له طالبانو حکومت سره د امریکا رسمي اړیکو لپاره اسانی  چمتو کوي چې امریکا یې په رسمیت نه پېژني. ښاغلي بلېنکن یوې  غونډې ته ویلی چی  قطر به افغانستان کې پخپل  سفارت کې یوه برخه پرانیزی   چې خاص  د شورا خدمتونه به کوی  او په افغانستان کې به د امریکا دیپلوماتیکو ودانیو د ثبات  وضعیت  هم څاري نوموړی وايي  د یوه بل توافق له مخې به  قطر امریکا ته د هغو افغانانو سفر اسانی چمتو  کوي چې ځانګړې امریکایي ویزه ایس ای وې  ورکول کېږي. د قطر بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرجمن الثانی

همدې  غونډې ته ویلی چی د قطر او امریکا تر منځ دوستي سږ کال هغه مهال نوره هم  زیاته  شوه  چې له افغانستان څخه  نژدې ۶۰ زره  وګړو ایستلو قطر او امریکا یوځای  فعالیت وکړه. زیاته کړه  هېواد یې په افغانستان کې له امریکا سره د مرستو دوام ته ژمن دی. نوموړی وايي افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره له طالبانو سره تعامل ډېرمهم  دی. د یادونې  وړ ده  چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ څخه  وروسته امریکا او ځینې نور لوېدیځ هېوادونو  د قطر له لوری  څخه  دوحې د افغانستان چارې پر مخ وړی.

دا هم ولولئ | د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر متکي اسلام اباد ته سفر کوي

قطر له ۲۰۱۱ کال څخه رادیخوا  د طالبانو سیاسي دفتر او له امریکا سره د طالبانو خبرو کوربتوب هم کړی. امریکا او ډېرۍ اروپايي هېوادونو تر اوس مهال پوری په رسمیت د طالبانو حکومت پېژندلو ته مایل  ندی  ښکاره کړی خو افغانستان ته د بشری همکاریو  لیږلو  لپاره ټینګار کوي.

قطر د امریکا سره وړاندی د طالبانو  مذاکراتو  کی خورا  همکاری  کړی او هم یی روان کړی وو  چی هوکړی ته ورسیږی  او اوس مهال غواړی چی طالبانو حکومت په رسمیت وپیژنی  او افغانستان بشری کړکیج ته پای ټکی کیږدی .

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button