Uncategorizedکورني خبرونه

د طالبانو خارجه وزارت سرپرست متقی اسلام اباد ته سفر کوی

 اسلام اباد  اسلام اباد

د طالبانو خارجه وزارت  سرپرست په مشرتابه  لوړ پوړی پلاوی پاکستان  ته ځي د طالبانو خارجه  وزارت ویلی چی  د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ به یو لوړ پوړی پلاوی سبا چهارشنبه د پاکستان  مرکز  اسلام اباد ته سفر کوی.

د طالبانو  خارجه وزارت  ویاند عبدالقهار بلخي په یوه ټویټر  کی لیکلی  چی پلاوی کې به د طالبانو د حکومت مالیې او صنعت وزارتونو سرپرستان هم شامل وي. نوموړی  بلخي پیغام کې ویلی چی د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، ټرانزیټ، کډوالي او د دواړو هېوادونو تر منځ د  وګړو تګ راتګ لپاره اسانتیاوې چمتوالی د دې سفر  موخه  ده. په اګست میاشت کې پر افغانستان کې د طالبانو له واک وروسته  پاکستان ته د طالبانو یوه لوړپوړي پلاوی لومړی سفر دی. د طالبانو خارجه وزارت  سرپرست داسې حال کی  پاکستان ته سفر کوي.

دا هم ولولئ | د کرېکټ نړیوال جام: انګلستان او استرالیا نیمه پایلوبې ته ورسېدل

چې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو نوي خاص  استازي ټام وېسټ بروکسل ته د یوه سفر پر مهال ویلي  طالبانو له نړيوالې ټولنې سره د اړيکو عادي کولو په اړه  خپله غوښتنه  ښکاره   کړې چې د همکاریو  لړۍ بيا پيل شي کابل ته د نړيوالې ټولنې ديپلوماتيک ماموريتونه بېرته راستانه او بنديزونه لری کړای  شي. نوموړی وېست و يلي چی  امريکا نشي کولاى چې له دغو چارو ان يوه هم په يواځی  تر سره کړي. له  نژدې درې اونۍ وړاندی  د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو د

 حکومت لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند په ګډون د دې ډلې د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره لیدنه کړی طالبان داسې مهال کې د سیمې له هېوادونو سره د یپلوماتیکو اړیکو  چارې لټوي چې د افغانستان کې د بشري ناورین وېره ښکاریږی  او دا وروستیو کې د خوړو نړیوال سازمان مسوولینو ویلي، ۹۵ سلنه افغانان کافي

خواړه نه لري. تردی مهال یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په بهرنیو بانکونو او مالي ادارو کې د افغانستان میلیاردونه  ډالر کنګل شوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button