Uncategorized

انګلیس تنګی له لوری برتانیه ته کډوال داخل شوی

 افغانستان افغانستان –

په يوه ورځ کې له زرو  څخه زيات پناه غوښتونکي کډوال  انګليس تنګي له لوری  بريتانيا ته داخل شوی  د بريتانيا حکومت د شمېرو له مخې تېره ورځ د انګليس تنګي له لوری  بريتانيا ته نژدې ۱۲۰۰ وګړی  داخل شوی  چې دا په يوه ورځ کې بريتانيا ته کې پناغوښتونکو تر ټولو لوړ کچه  شمېر بلل کېږي

د بريتانيا سرحدي ساتونکو په کښتيو کې سپاره وګړی  د ډور پر لور لیږل شوی . فرانسوي چارواکي وايي له کلې سره نژدې درې کښتي خراب  شوې او د دريو وګړو  د وریکیدو کېدو وېره ده. بريتانوي چارواکي بيا وايي غواړي د دغه تنګي له لارې د غیر قانونه کډوالو د تېرېدو څخه  مخه ونيسي. د دوی په خبره له دې لوری  تېرېدل خطرناک او ضروري  نه دي. د بريتانيا د کورنيو چارو د دفتر وياند وويل چی  د پناه غوښتونکو کډوالو  شمېر چې پرون له تنګي څخه تېر شوی  د منلو وړ نه دی. تر دې وړواندی  اووه ورځې مخکی  په يوه ورځ کې بريتانيا ته د

دا هم ولولئ | د کرېکټ نړیوال جام: انګلستان او استرالیا نیمه پایلوبې ته ورسېدل

 ډېرو کډوالو د اوښتو شمېر ۸۵۳ وګړی  ثبت شوی وو. دا په داسې مهال  کې ده بريتانيا يوې حکومتي سرچينې فرانسه تورن کړې چې د وضعيت کنټرولول ستونزمند دی. څو مياشتې  وړاندی اعلان شوی  چې د فرانسې حکومت به له بريتانيا سره د يوې پرېکړې له مخې په سمندرغاړو کې د پوليسو ګزمې دوه برابره زياتوي تر څو د انګليس تنګي له لوری د غيرقانوني پناه غوښتونکو  کډوال مخه ونيول شي. هغه مهال د فرانسې او بريتانيا خارجه  وزيرانو اعلان کړی  چې بريتانيا به په فرانسه کې د پوليسو د ګزمو زياتولو لپاره ۵۴

ميليونه ډالره مرسته ورکوي. بريتانيا ويلي چې د بريتانيا وګړی  نه غواړي چې په تنګي کې دې خلک مړه شي په داسې مهال کې چې بې رحمې ډلې له دوی څخه  ګټه پورته کوي. د روان کال له پيل څخه  رادیخوا  له فرانسې څخه څه باندې ۲۳ زره وګړی  د انګليس تنګي له اړخ  د کښتيو په واسطه بريتانيا ته داخل شوی.

   چې دا شمېر تېر (۲۰۲۰) کال ۸۴۰۴ کسان وو. ويل کېږي شاوخوا ۹۸ سلنه هغه وګړی   چې بريتانيا ته د تنګي له لوری  ننوځي د پناه غوښتنه کوي خو د کووېډ ناروغۍ له امله دا شمېر ډېر کم شوی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button