نړیوال خبرونه

اوچا: افغانانو ته غوښتل شوي بشري مرستې یوازې شپږسلنه راټولې شوي

اوچا وايي، هغه مرستې چې افغانانو ته د بشري مرستې په خاطر غوښتل شوي وې، یوازې یې شپږسلنه راټولې شوې دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو ځانګړی همغږی کوونکی اندریکا راټواټ د افغانستان “بشري اړتیاوي او ورته د رسېدو پلان” د ملاتړ او تمویل په اړه اندېښنه ښيي او وايي، له دې صندوق سره د اړتیا په پرتله یوازې ۶ سلنه مرسته شوې.

اوچا “د افغانستان بشري وضعیت” په اړه خپل نوي راپور چې پرون ناوخته یې خپور کړی د ښاغلي راټواټ له قوله لیکلي، داسې مهال چې دوی د افغانانو د بشري اړتیاوو د پوره کولو د ۳،۶ میلیارډه ډالرو غوښتنه کړې؛ مګر له دې صندوق سره تر اوسه یوازې ۲۹۰ میلیون ډالر مرسته شوې.

د ملاتړ دوام یوه اساسي ننګونه

هغه لوی واټن چې د اوچا مشر یې د اوسنیو اړتیاوو او شته مرستو ته په کتو د ژوند ژغورنې کمک رسولو پر وړاندې لوی خنډ بولي.

اندریکا راټواټ په افغانستان کې د بشري وضعیت لپاره د پاملرنې او ملاتړ دوام یوه اساسي ننګونه بولي او زیاتوي، دا هېواد پېچلو سیاسي شرایطو او طبیعي پېښو ځپلی و زیانمن کړی او چټک بشري غبرګون ته اړتیا لري.

ocha
په افغانستان کې غربت ځپلي خلک

نور ولولئ:  افغانستان کې د نجونو ښوونځيو تړل کېدو ۶۰۰ ورځې کيږي خو طالبان یې پرانستلو لپاره لا هم تګلاره نه لري

نور ولولئ: اوچا وايي، روانه میاشت کې به افغانستان کې ۲۸۰۰ محلي ټولګي وتړل شي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو ځانګړی همغږی کوونکی په افغانستان کې وچکالۍ ته هم اندېښنه ښيي او وايي، د اوبو سرچینې په وچېدو دي او دا کال هم لکه د تېر په څېر په شدت وچ پیل شوی دی.

هغه زیاته کړې، د تودوخې زیاتوالي د اورښت دودیزه اورېدنه ګډه وډه کړې او له همدې امله اوبو ته د خلکو لاس‌رسی په جدي توګه محدود شوی دی.

د افغان مېرمنو د حقونو په اړه اندېښنې

د اوچا مشر چې د یوناما مرستیال هم دی په افغانستان کې په جنسیتي برابرۍ او د نجونو او ښځو حقونو د خوندیتوب لپاره د ملګرو ملتونو په ثابتې ژمنې هم ټینګار کړی او دا یې هم ویلي چې د دوی لپاره د ټول‌شموله او خوندي چاپیریال رامنځ‌ته کول او د ژوند په ټولو برخو کې یې د معنا لرونکي او فعال ګډون ملاتړ ته دوام ورکول اړین دي.

هغه له طالب چارواکو سره د اوسني بن‌بست د حل لپاره اصولي تعامل او معنا لرونکې خبرې اترې مهمې بللي دي.

ښاغلي راټواټ پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له افغانانو سره د خپلو ژمنو پر بنسټ، مالي مرستې دوه چنده کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button