افغانستان

اوچا: د امریکا د مرستو ځنډ افغانستان کې بشري ناورین رامنځته کړی

اړوند خبرونه:

د ۲۰۲۴ کال په رارسېدو افغانستان کې د لوږې بحران

له افغانستان سره د روژې په میاشت کې د عربي اماراتو مرستې

نړیوال بانک د افغانستان اقتصاد تر ټولو په ټیټه کچه کې بللی

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) اعلان وکړ، چې د امریکا د مرستو ځنډول په افغانستان کې د بشري عملیاتو لپاره ویجاړونکي پایلې لري، او له امله یې څه باندې ۱.۵ میلیون خلک روغتیايي خدماتو ته له لاسرسي څخه بې برخې شوي دي.

د اوچا د هغه راپو نن (پنجشنبه، د می ۲۲مه) خپور شو. دغه راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۵ کال د فبروري تر پایه پورې، په افغانستان کې ۱۸۸ روغتیايي مرکزونه د بودیجې د نشتوالي له امله تړل شوي وو، او له امله یې ۱.۶ میلیونه خلک له روغتیايي خدماتو بې برخې شوي وو.

همدارنګه، شاوخوا ۱۷۰۰ ښځینه روغتیايي کارکونکو او د ماین پاکۍ پروژې کارمندانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي، چې په ځانګړي ډول یې په ښځو او د هغوی په کورنیو منفي اغیزه کړې ده.

اوچا ټینګار وکړ چې د امریکا مرستې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې، د خوړو خوندیتوب باندې تمرکز سره، په افغانستان کې د قحطۍ په مخنیوي کې مهم رول لوبولی دی.

په ۲۰۲۴ کال کې، متحده ایالات په افغانستان کې د مرستندویه پروګرامونو لپاره ترټولو لوی تمویل کونکی وو، چې ۷۳۵.۷ میلیون ډالر یې ورکړل، او د ټولې بشري بودیجې ۴۷ سلنه سره برابر دي.

دې مرستې ۲۰.۴ میلیون خلکو ته لږترلږه د یو ډول بشري ملاتړ چمتو کولو توان ورکړ، چې له دې جملې څخه ۳.۴ میلیون، چې ۲۹ سلنه یې ښځې دي، د درې ډوله بشري او ملاتړي مرستو څخه ګټه پورته کړه.

دا هم ولولئ:  ستانکزی: له زده‌کړو سره مخالفت له ملت سره جفا او ظلم دی

خو، په ۲۰۲۵ کال کې د امریکا د مرستو ځنډولو د خامو موادو د ذخیره کولو او د ګواښ د ځواب لپاره د چمتووالي پروسه ګډوډه کړې ده.

اوچا خبرداری ورکړی چې د دې بودیجې کمښت پوره کولو پرته، په افغانستان کې بشري وضعیت به نور هم خراب شي، چې په میلیونونو خلک به د لوږې او اساسي خدماتو د نشتوالي له ګواښ سره مخ کړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button