کورني خبرونهنړیوال خبرونه

اوچا: د سیلاب ځپلو د وضعیت د ارزولو لپاره ۱۴ ګډ ټیمونه رامنځته شوي

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، د سیلاب ځپلو د وضعیت ارزونې لپاره ۱۴ ګډ ټیمونه ګمارل شوي دي

د اوچا شمیرنې ښيي چې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې راهیسې تراوسه په افغانستان کې په ځانګړي ډول جنوبي او لویديځو ولایتونو کې تر ۳۰ زرو پورې کسان د سیلابونو څخه زیانمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر”اوچا” وايي چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې په وروستیو سیلابونو کې خلکو ته د رسیدلي زیان او د هغوی اړتیاو د معلومولو لپاره د ارزونې ۱۴ ګډ ټیمونه یې ګمارلي دي.

په دغه ټیمونو کې نور غړي هم ګمارل کېږي

اوچا د یکشنبې د ورځې ناوخته، مۍ ۱۲( غويي ۲۳مه) په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو په اړه په یو تازه راپور کې ویلي چې ددغو ټیمونو نهه یې په بغلان، درې په تخار او دوه نور د بدخشان په ولایت کې ځای پر ځای شوي چې په راتلونکو ورځو کې د لارو د پاکولو وروسته به ددغو ټیمونو د تکمیلیدو لپاره نورغړي یې هم واستول شي.

نور ولولئ: بغلان کې وروستیو سیلابونو ۵۰ تنه مړه کړي

نور ولولئ: د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې سیلابونه

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په وروستیو سیلابونو کې ۳۳۱ کسان مړه شوي او ۳۹۶ نور ټپیان شوي دي او شاوخوا څلور زره او ۲۰۰ کورنۍ په دغو سیلابونو کې زیان لیدلی دی.

n00290260 b 696x462
انځور؛ سیلابونه د خلکو د اوسېدو په کورونو کې روان دي.

همداشان د ملګرو ملتونو د مهاجرت د نړیوالې ادارې (ای او ایم) معلومات ښيي چې ددې سربیره شاوخوا د۲۸۰۰ کورونه له منځه تللي او زر نور کورونه ویجاړ شوي دي.

رسیدلي نور زیانونه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې دغو سیلابونو ملکي زیربناو او کرهڼیزو ځمکو ته هم زیات زیان رسولی دی.

اوچا په دغه راپور کې ویلي: “د بغلان په ولایت کې لږ ترلږه شپږ دولتي ښوونځي او ۱۰۲۰۰جربیه باغونه ویجاړ شوي، ۲۲۶۰ څاروي تلف شوي، ۵۰ پلونه او د بریښنا ۳۰ کوچنیو بندونو ته زیان رسیدلی دی. په دریو ولایتونو کې په لارو باندې تګ راتګ هم ځنډیدلی دی.”

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د بغلان په ولایت کې په سیلابونو کې د مړو شویو کسانو شمیر ۳۱۵ تنه ښودلی او ویلي دي چې ۱۶۳۰ تنه نور په دغو سیلابونو کې ټپیان شوي دي. دغه وزارت ویلي چې په سیلابونو کې ۲۶۶۵ کورونه هم ویجاړ شوي دي.

د یادونې وړ ده چې سیلاب ځپلي دا څو ورځې تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي او سرپنا هم نه لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button