اوچا د کاپ ۲۹ غونډې ګډونوالو ته؛ افغانستان له پامه مه غورځوئ
د ملګري ملتونو دغه ادارې د کاپ ۲۹ غونډې له ګډونوالو غوښتي تر څو پر افغانستان پام وساتي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په باکو کې د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د نړیوالې غونډې له مشرانو غوښتي، چې د افغانستان په څېر د اقلیم بدلون له امله ډېر زیانمن شوي هېوادونه له پامه ونه غورځوي.
د اذربايجان پلازمېنه باکو کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د اقليم بدلانه نړيواله غونډه يا کاپ ۲۹ کې لږ تر لږه د ۷۰ هېوادونو او سازمانونو مشرانو ګډون کړی دی.
هدف يې دا دی چې د نړيوالې تودوخې مخنيوي لپاره د حللارې موندلو، د شين کوريزه ګازونو کمول او د اقليم له بدلونه د زيانمنېدونکو هېوادونو سره مرسته کول دي.
د افغانستان خراب وضعیت
اوچا پر اېکس ټولنيزه رسنۍ خپاره کړي يوه پوسټ کې په دې غونډه کې پر شته نړيوالو مشرانو غږ کړی چې د افغانستان وضعيت له پامه ونه غورځوي.
اوچا اته لاملونه په ګوته کړي چې له مخې يې افغانستان د کاپ ۲۹ غونډې د ګډونوالو له خوا سملاسي اقداماتو ته اړتيا لري، دغه بنسټ وايي افغانستان د شين کوريزه ګازونو د ټيټې کچې پر توليد سربېره د اقليم د بدلون له ويجاړونکو اغېزو سره مخامخ دی.
نور ولولئ: کاپ غونډه کې له اقلیمي بدلون ځپلو هېوادونو سره د ۴۲۰ میلیون ډالرو مرستې ژمنه
نور ولولئ: د اقلیمي بدلون په اړه د م.م. “کاپ ۲۹” غونډه په ازاربایجان کې پیلېږي
افغانستان يو له هغو لسو هېوادونو دی چې د اقلیم د بدلون له امله تر ټولو ډېر اغېزمن شوی په داسې حال کې چې د شين کوريزه ګازونو په توليد کې يې ونډه له ۰.۱ سلنه کمه ده.
اوچا ويلي تېر کال افغانستان په پرلپسې توګه د درېيم کال لپاره د وچکالۍ شاهد و او په ۲۰۲۲ کال کې دې هېواد په تېرو دريو لسيزو کې تر ټولو سخته وچکالي تجربه کړه.
کرنیزو ځمکو ته اوښتی زیان
د دغه بنسټ د شمېرو له مخې د افغانستان ۶۰ سلنه وګړي پر کرنې متکي دي او هر ډول بدلون د هغو کورنيو لپاره ګواښ دی چې له وړاندې د خوړو خونديتوب او خوارځواکۍ شاهد دي.
د تودوخې لوړوالی په دغه هېواد کې د يخچالونو او واورو ويلې کېدو لامل شوی چې له امله يې په ښاري سيمو کې د اوبو کمښت رامنځته شوی.
په شمال لوېديځ او جنوب کې ۷۰ سلنه ځمکه اغېزمنه او کرنه يې زيانمنه کړې ده.
اوچا ويلي د سږني ژمي سړه هوا به هم د کرنې موسم د ننګونو سره مخامخ کړي.
ملګري ملتونه وايي افغانستان په نړۍ کې له ستر بشري ناورين سره مخامخ دی او شاوخوا ۲۳ ميليونه او ۷۰۰ زره وګړي يې پر بشري مرستو تکيه لري.