نړیوال خبرونه

په کاپيسا کې کورنۍ د نجونو د ښوونځيو د نه خلاصېدو له امله اندېښمنې دي

خپلې لوڼې یې په روزنیزو کورسونو کې شاملې کړې

په کاپیسا ولایت کې یو شمېر کورنیو، په رواني ناروغیو او خفګان اخته کېدو د مخنیوي په موخه خپلې زده‌کوونکې لوڼې په روزنیزو کورسونو کې شاملې کړې دي.

دغه زده کوونکې چې له زده کړو بې برخې دي وایي ښوونځي ته تلل یې لویه هیله ده. مشهودا د دې کورنۍ مشره لور ده چې درې سوه ورځې کېږي ښوونځي ته له تلو بې‌برخې ده. د دغې کورنۍ کشره لور ارحمنا تر اوسه په شپږم ټولګي کې ده او په راتلونکي کال کې د خپلې مشرې خور له برخلیک سره مخ کېږي. د خپلو لوڼو د راتلونکي او په رواني ناروغیو د اخته کېدو د مخنیوي په موخه یې دوی په ښوونیزو کورسونو کې شاملې کړې دي

د شپږم ټولګي زده‌کوونکې ارحمنا وايي: «زه په شپږم ټولګي کې يم او دا مې په ښوونځي کې وروستی کال دی. زما د مشرې خور په څېر زه هم زړه خوړینې يم چې نه شم کولای خپل ښوونځي ته دوام ورکړم. د اتم ټولګي زده‌کوونکې مشهودا وايي: «ما اته کاله زده‌کړې وکړې او په ټولګي کې اول راغلم او غواړم چې په راتلونکي کې ډاکټره شم او خلکو او ټولنې ته خدمت وکړم

نور یی ولوله | افغانستان د ښځو لپاره ناوړه ځای و پیژندل شو

نور یی ولوله | سور صلیب: ډېری افغانان د اولیه توکو د اخیستلو توان نه لري

اسلامي امارت د ښځینه محصلینو له حقوقو څخه نه محروموي

دغه کورنۍ د خپلو لوڼو د ناڅرګند راتلونکي په اړه اندېښنه لري او له اسلامي امارته غواړي چې د نجونو زده کوونکو حق ترې وانه خلي. د زده‌کوونکو پلار ډاکتر فهیم نایک وايي: «موږ دوی په کورس کې داخل کړي، خو ښوونځي ته نه‌شي تلای

د مشهودا مور د خپلو لوڼو د زده‌کړو په اړه وویل: «په عربي هېوادونو کې نجونې تر دوکتورا کچې پورې لوړې زده‌کړې لري، خو دلته افغان نجونې ځپل کېږي.

له بلې خوا، د کاپيسا د پوهنې ریاست وايي، د اسلامي امارت له خوا د شرایطو په برابرولو سره د نجونو زده‌کوونکو غوښتنې ته پاملرنه کېږي. د کاپيسا د پوهنې رییس محمد فرید حقاني وايي: «تر اوسه شرایط چمتو شوي نه‌دي، کار روان دی، ان‌شاء الله وضعیت به ښه شي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button