Uncategorized

اوچا: له افغانانو سره په ۳ کلونو کې شاوخوا ۷ میلیارده ډالره مرسته شوې

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، له افغانانو سره په درېیو کلونو کې نږدې اوه میلیارډه ډالره مرسته شوې ده

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) راپور ورکړی، چې افغانستان کې یې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي ۶،۷ میلیارډه ډالره مرسته راټوله او په بشري مرستو لګولې ده.

اوچا خبرداری ورکړی، چې د مرستو کمول به شته لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ کړي او د خوراکي توکو ناامني او غربت به زیات کړي.

د شویو مرستو ډېره برخه په کوم کال کې شوې؟

د اوچا له لوري د یکشنبې په ورځ په خپاره شوي راپور کې څرګنده شوې، چې د دغو مرستو ډیره برخه په ۲۰۲۲ کال کې شوې ده.

په دغه کال کې ۳،۳ میلیاډه ډالره بشردوستانه مرستې افغانستان ته لېږل شوې دي.

دغه مرستې د بې وزلۍ، اقتصادي ناورین، سیاسي سقوط او د روغتیايي سیستم د پرځېدو له خطر سره هم همهاله شوې دي.

نور ولولئ: اوچا: د سیلاب ځپلو د وضعیت د ارزولو لپاره ۱۴ ګډ ټیمونه رامنځته شوي

نور ولولئ: بغلان کې وروستیو سیلابونو ۵۰ تنه مړه کړي

نور ولولئ: په افغانستان کې بې وزلي؛ اوچا وايي، ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

دغه سازمان د بې وزلۍ او بشري ناورین د کمولو په برخه کې د نړۍوالو مرستو د مثبتو اغېزو په اړه ویلي، چې «افغانستان لا هم د طبیعي پیښو، د اقلیم د بدلون او جیو پولیټیکي بدلونو له امله ډیر زیانمن دی.»

afghan 2024 11 04t095810.166

اوچا د طالبانو امربالمعروف قانون ته په اشارې سره، د افغانو ښځو او نجونو پر مخ په زیاتیدونکو بندیزونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او دا یې په هیواد کې د بشري حقونو د ناورین او امنیتي خطرونو نښه وبلله.

د قحطۍ د پېښو راکمېدل

دغې ادارې ټینګار کړی چې نړۍوالو هڅو د قحطۍ د پېښېدو مخه نیولې او د زیانمنو شویو کسانو شمېر کم شوی دی.

اوچا وايي، چې په افغانستان کې د جګړې نشتوالي هم په لرو پرتو سيمو کې د اړتياوو د پېژندنې لپاره ښه لاسرسي او پېژندنې ته لاره هواره کړې ده.

دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې که د بودیجې کچه راټیټه شي، بشري لاسته راوړنې به په چټکۍ سره له لاسه ورکړي او د افغانستان زیانمن شوي خلک به یو ځل بیا له زیاتو کړاونو او زیانونو سره مخ شي.

ځینو کتونکو ویلي، چې طالبان له نړۍوالو بشري مرستو ناوړه ګټه پورته کوي او د مرستو په وېش کې لاسوهنه کوي.

تېر کال سیګار هم ویلي وو چې طالبان د ملګرو ملتونو د مرستو په وېش کې مداخله کوي او خپل کسان د مرستو په لېستونو کې ځای پر ځای کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button