نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

اوکراین له نړۍ وغوښتل چې د روسیې د یرغل پر وړاندې یو موټی شي

د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي له نړۍ غوښتنه وکړه چې د روسیې د یرغل په پای ته رسولو کې یو موټی شي

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې غوښتنه کړې، چې نړۍ دې پر اوکرایین د روسیې یرغل پای ته رسولو لپاره یو لاس شي.

ښاغلي زېلېنسکي وویل پر اټومي وسلو سمبال مسکو باید “وروستۍ جګړې ته د نړۍ له ورټېل وهلو” راوګرځول شي.

نور ولولئ: اوکراین د روسیې ایس ۴۰۰ دفاعي سیستم د ویجاړولو خبر ورکړی

هغه روسیه تورنه کړه چې له خوراکي توکو رانیولې تر انرژۍ، له هر څه د وسلې په توګه ګټه اخلي.

پر اوکرایین د روسیې یرغل په نړیواله کچه له پراخ انتقاد سره مخامخ شوی دی.

د روسیې لخوا نړیوال امنیت ته خطر شته؟

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د اوکرایین د ولسمشر د وینا ډېره برخه د روسیې لخوا نړۍ ته پر ورپېښ خطر متمرکزه وه.

هغه وویل چې د اقلیم د بدلون په څېر د نړۍ ګډه ننګونه یوازې هغه مهال ځوابېدای شي، چې مسکو په شا وتمبول شي.

ښاغلي زېلېنسکي وویل “روسیه نړۍ وروستۍ جګړې ته ورټېل وهي. اوکرایین د دې ډاډمنېدو لپاره هر څه کوي چې د روسیې له یرغل وروسته په نړۍ کې بل څوک دا جرات ونه کړي، چې پر کوم هېواد برید وکړي.”

له اټومي وسلو د اوکراین ویره

هغه دا هم وویل چې روسیه د اټومي وسلو د درلودلو حق نه لري.

د اوکرایین ولسمشر پر دې ټینګار وکړ چې “د وسله والېدو مخه باید ونیول شي، جنګي جرایم سزا وګوري، وتلي خلک باید کورونو ته راستانه شي او یرغلګر بېرته خپلې خاورې ته وګرځي.”

نوموړي زیاته کړې چې دغه هدف ته رسېدو لپاره “باید متحد واوسو او دا کار به خامخا کوو.”

هغه همدا راز مسکو تورن کړ چې د اوکراییني ماشومانو په تښتولو سره نسل وژنه کوي.

نور ولولئ: د روسیې او اوکراین جګړه؛ روسیه کې پر یوه هوايي ډګر د ډرون بریدونه

د جرمونو نړیوالې محکمې تېر مارچ کې په ناقانونه توګه روسیې ته د اوکراییني ماشومانو د لېږدولو د تور له کبله د ولادیمیر پوتین د نیول کېدو نړیوال حکم صادر کړ.

مسکو که څه هم په وار وار د اوکرایین تورونه رد کړي، خو ګڼو نړیوالو څېړونکو او سازمانونو داسې ډېرېدونکي شواهد موندلي چې روسیې دې په اوکرایین کې جنګي جرمونه ترسره کړي وي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیه بیا امریکا او غرب پر دې تورنوي چې دوی له مسکو سره د اوکراین له لارې جګړه مخکې وړي او شاته یې یاد هېوادونه دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button