ايا پوهېږئ چې ډېرې اوبه څښل مو وزن کموي او ذهن ته مو وده ورکوي؟

اړوند خبرونه:
د جنسي پیاوړتیا زیاتولو لپاره لاندې خواړه وخورئ
جنسي اړیکو ته د کمې لېوالتیا لاملونه
هغه خواړه چې تاسو د زیات وزن بایللو لپاره مهم دي
ډېرې اوبه څښل کولای شي د انسان وزن کم کړي او ذهن ته يې وده ورکړي. د ګرمۍ په موسم او د تمرين په وخت کې له بدن څخه له عادي حالت څخه ډېره خوله وځي، له همدې امله اړينه ده چې د اوبو دا کمښت بېرته پوره شي او د ډيهايډريشن [د بدن د اوبو د کمښت] مخه ونيول شي. د هاروارډ هيلت له نظره د اوبو د کمښت يا ډيهايډريشن نښې ټيټ فشار، ګنګستيا، د متيازو د رنګ بدلېدل او داسې نورې دي.
ډاکټر چارلوټ نورټن چې په The Slimming Clinic کې وظيفه لري، غواړي خلک خبر کړي چې د ډېرو اوبو څښل د وزن د کمېدو لامل کېږي. دلته هغې پنځه هغه لاملونه وړاندې کړي دي چې د ډېرو اوبو څښل د وزن د کمېدو او ذهني ودې لامل کېږي.
۱.اوبه ستاسې لوږه ختموي
اوبه ستاسې په معده کې ځای نيسي او معده ډکوي. کله چې معده پوه شي چې ډکه ده، دماغو ته سيګنالونه لېږي چې خواړه بند شي. ډېری وخت خلک تږي وي، خو هغوی داسې انګېري چې ګواکې وږي دي. يو ګيلاس اوبه څښل ستاسې دماغو ته سګنل ورکوي چې معده ډکه ده او خوراک ته اړتيا نه شته.
۲.اوبه څښل ميتابوليزم تنبيه کوي
ميتابوليزم هغه کيمياوي عمليه ده چې په هغې کې ټول خوراک او څښاک په انرژۍ بدلېږي. دا يوه پېچيده پروسه ده، داسې ويل کېږي چې د اوبو څښل د ميتابوليزم په تنبيه کولو کې مرسته کوي. په حقيقت کې څېړنو ښودلې ده چې پنځه سوه (۵۰۰) ملي لېتره اوبه څښل دېرش سلنه ميتابوليزم کې زياتوالی راولي يا ميټابوليک ريټ لوړوي. د دې معنی دا ده چې اوبه څښل بدن هڅوي چې ډېرې کالورۍ وسوځوي.
۳.اوبه له بدن سره مرسته کوي چې غوړ وسېځي
اوبه له بدن سره مرسته کوي چې د وينې د شکر او انسولين له لوړېدو څخه پرته شحميات تجزيه کړي او ويې سېځي، چې دا د وزن کمولو لپاره يو ښه [ايډيال] لاره ده.
۴.بدن خړوبه ساتل په هضم کې مرسته کوي او فضوله مواد لا ښه له بدن څخه لرې کوي
د وزن د کمولولپاره هضم ډېر مهم دی، ځکه چې دا ډاډمنه وي چې ټول غذايي مواد بدن ته جذبېږي. بدن خړوبه ساتل د هاضمي سېستم د روغتيا او د اړينو ويټامينونو او منرالونو د هضم لپاره ډېر مهم دي.
اوبه د هاضمي سېستم د هاضمې د پروسې په ټولو اړخونو کې رول لري، حتی کله چې خواړه خولې ته واچول شي، لاړو ته ضرورت لري، بيا د دې خوړو تر اطراح کېدلو پورې اوبو ته اړتيا لري. که بدن ډيهايډريټيډ وي، دا په ټول هاضمي سېستم منفي اغېزه لري، چې بالاخره د وزن د زياتېدو لامل کېږي.
۵.هايډريشن د ذهن په روغتيا کې مرسته کوي
اکثره خلک فکر کوي چې د هايډريشن [د بدن د اوبو پوره ساتلو] او د ذهن د روغتيا تر منځ کومه اړيکه نه شته، خو د بدن خړوبه ساتل د دماغو د فعاليت لپاره ډېر مهم دي او د موډ او توجه په جوړولو کې ډېره مرسته کوي. ډيهايډريشن د ژور خفګان او سټرس ليول زياتوي چې دا چاره په خپله د وزن کمېدو د هر ډول هڅې مخه نيسي، له دې سره د شخص په خوشحالۍ هم بده اغېزه لري.