ژوند

د ژوند بدلولو ځینې عادتونه

کوچني عادتونه زیاتره وخت زموږ په ژوند کې د یو لړ مهمو بدلونونو لامل کیږي.

لومړی عادت چې تاسو بايد وده ورکړئ د خپلو موخو د ليکلو تمرين دی. کله چې تاسو خپلې هیلې د کاغذ پر مخ ولیکئ واقعي بڼه اخلي، تاسو د مسؤليت احساس کوئ او د هغو په بيا بيا ليدلو دا درياديږي چې تاسو څه غواړئ لاس ته راوړئ. د موخو لیکل دا مرسته هم درسره کوي چې په خپل دماغ (حافظې) کې یې وساتئ او پر لاس ته راوړلو یې فکر وکړئ. د ګټورو موخو ټاکلو لپاره تاسو اړ یئ د سمارټ SMART آر څخه کار واخلئ. ستاسو موخې باید مشخصي (Specific)، د اندازه کولو وړ(Measureable)، لاس ته راوړونکې(Achieveable)، پر ځای (Relevant)، او د معلوم وخت (Time-bound) درلودونکې وي. سمارټ SMART موخې وټاکئ او په ژوند کې پرمختګ وکړئ.

داسې سيستم جوړ کړئ چې موخو ته مو ورسوي

کله چې د موخو ټاکل مهم دي دا هم مهمه ده چې داسې یو سیستم جوړ کړو چې خپلو موخو ته ورباندي ورسیږو.

نور ولولئ: د کومو هېوادونو وګړي خپل ژوند ته ډېره هيله لري؟

موخه یا هدف اصلاً د یوې مطلوبي پایلې په لاس راوړل دي، په داسې حال کې چې سیستم هغه پروسه ده چې همدې مطلوبي پایلې ته دي رسوي. کله چې تاسو خپلو موخو ته درسېدو لپاره یوه عملي تګلاره (سیستم) ولرئ هغه نااټکل شوي خنډونه له منځه وړی چې تاسو ته مخ ته راځي. د بیلګې په توګه: که ستاسو موخه په دریو میاشتو کې د 10kg لس کیلو ګرامه وزن کمول وي، نو ستاسو په ممکنه سیستم کې باید منظم تمرین کول، د خوړو لپاره ځانګړی پلان جوړول، او د ورځنۍ انرژي پر مصرف پام ساتل شامل وي. تاسو د پایلو پر ځای پر سیستم تمرکز وکړئ، په دې چارې سره کولای شئ خپلې هڅې دوامداره وساتئ او د بریا چانس مو ډېر کړئ. د یوې معلومې تګلاري (سیستم) پلي کول او پر هغې دوامداره تګ ډیسېپلین، نظم، او بیا ارزونې ته اړتیا لري. دوامداره پرمختګ د سیستم دوامداره آرزونه غواړي، د پرمختګ جارې ساتلو لپاره تل د خپل سیستم د اغیزمنتیا ارزونه وکړئ.

دا چې څه تر ټولو ډېر مهم دي د پاريټو اصول وکاروئ

د پاریټو اصل: چې د 80/20 قاعدې په نوم هم پیژندل کیږي، وايي چې نږدې %80 سلنه پایلې له 20%سلنه هڅو څخه په لاس راځي. ستاسو د ژوند په مختلفو اړخونو کې ددې اصل په پلي کولو سره تاسو کولای شئ په خورا مهم کارونو تمرکز وکړئ او انرژي مو دداسې کارونو په کولو مصرف کړئ چې د پام وړ پایلې ولري. که غواړئ د پاریټو اصول وکاروئ نو په خپل شخصي او مسلکي ژوند کې یې اړينو دندو ته په لومړیتوب ورکولو سره پيل کړئ. پر دې اړينو دندو تمرکز کولای شي تاسو خپلو اهدافو ته لا ډېر نږدې کړي او تاسو ته متوجې خنډونه له منځه وړلی شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button