لوبې

ايشيا کپ: پاکستان او هانګ کانګ نن سره مخا مخ کیږي

پاکستان او هانګ کانګ به یو بل ته مخامخ شي

په متحده عرب اماراتو کې د ايشيا کپ په روانو سياليو کې نن د جمعې په ماښام د پاکستان او هانګ کانګ لوبډلې مخامخ کيږي خو که کومه لوبډله دا سيالي بايلي د ټورنامنټ څخه بهر کيږي.

په ننۍ سيالۍ کې که کومه لوبډله ګټه ترلاسه کوي د سپر فور پړاو ته رسي او بايلونکې ډله به ووځي. پاکستان او هانګ کانګ له دې وړاندې يوه، يوه سيالي کړې او دواړو لوبډلو د هند څخه ماتې خوړلي دي. پاکستان خپله لومړۍ سيالي په 28 اګست د هند سره کړې او هند ورته په پينځه وکټو او دوه بالونو ماتې ورکړې وه

دغه ډول د هند لوبډلې هانګ کانګ ته په 31 اګست په 40 رنزونو ماتې ورکړې وه. د ايشيا کپ په ګروپ اې کې د پاکستان، هند او هانګ کانګ لوبډلې شاملې دي چې پکې د هند لوبډله په دوه سيالیو ګټلو سره دوېم پړاو سپر فور ته رسېدلې ده

نور یی ولوله | ایا افغان لوبډله به هند او پاکستان ته سر خوږی جوړ کړي؟

نور یی ولوله | اظهارالحق نوید د سیډني لوبډلې واخیست

افغان لوبډلې خپلې دواړه لوبې ګټلې دي

بل لور ته په ګروپ بي کې چې د افغانستان، سري لنکا او بنګله دېش لوبډلې شاملي د افغانستان لوبډلې خپلې دواړه سيالۍ ګټلي او سپر فور پړاو ته رسېدلې ده. سری لنکا يوه سیالي ګټلې او يوه يې بايللې ده او د بنګله دېش لوبډلې په دواړو سياليو کې ماتې خوړلې ده، او د سري لنکا لوبډله هم دوېم سپر فور پړاو ته رسېدلې ده.

د افغانستان لوبډلې په 27 اګست د سري لنکا او په 30 اګست د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړې وه. د افغانستان لوبډله به په سپر فور پړاو کې سبا د خالي/ شنبې په ماښام د سري لنکا سره او په شپږم ستمبر به د هند لوبډلې سره مخامخ کیږي. د افغانستان لوبډله به د سپر فور درېمه سيالي په نهم ستمبر کوي چې لوبډله يې لا نه ده معلومه چې د چا سره به مخامخ کيږي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button